افغانستان او آیرلنډ به لومړنۍ ټیسلوبه وکړي
تاند- افغانستان او آیرلنډ، چې تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب یا د ټیسلوبو مقام ورکړ، د لومړي ځل لپاره په خپل منځ کې ټیست سیالي کوي.
افغانستان او آیرلنډ به راتلونکی کال په هندوستان کې یوه ټیست، درې ۲۰ اوره او ۵ یو ورځینۍ سیالۍ وکړي.
دا سیالۍ به غالباً په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د فبرورۍ – مارچ ترمنځ وشي.
دواړو هیوادونو له کله چې د ټیسلوبو اجازه ترلاسه کړې، یوازې یو ځل ټیست سیالي کړې ده.
افغانستان سږ کال له هند سره ټیست سیالي وکړه خو افغان لوبغاړي ښه ونه لوبېدای شول.
د افغانستان په پرتله آیرلنډ له پاکستان سره ښه ټیست سیالي وکړه.
په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان ملي ټیم ځینې تکړه لوبغاړي موندلي چې د ټیست سیالیو لپاره مناسب دي.