افغان کریس ګیل وپيژنئ

حضرت عثمان نوري

د افغان کریس ګیل پوره نوم حضرت الله ځاځی دی او نوموړی د ۱۹۹۸ م کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه د شملورو وطن (پکتیا) ځاځي اریوب کې وزېږېد. ځاځی د نن ورځې په ګډون شل کاله او ۲۶۱ ورځې عمر لري. حضرت الله ځاځی وړاندې له دې چې ملي ټیم ته لاره پېدا کړي، له رسنېو سره په خبرو کې ویلي وو چې ارمان لرم، څو په ملي لوبډله کې ولوبیږم. ځاځي دا هم ویلي وو: د خوښې لوبغاړی مې کریس ګیل دی او غواړم د هغه په څېر لوبي وکړم.

حضرت الله ځاځی اوپنر لوبغاړی دی او د توپوهنې انداز یې په کیڼ لاس توپوهنه ده. ځاځی فارټ ټایم توپ اچونه هم کولای شي او سلو توپ اچونه هم په کیڼ لاس کوي. حضرت ځاځی په دوه یو ورځنېو سیالېو کې لوبېدلی دی او دوه اننګزه یې لوبولي دي او په دې دواړو اننګزونو کې یې په ۷.۵ اوسط سره ۱۵ منډې په خپل اکونټ کې ثبت کړي دي. ځاځي بیا شل اوریزه سیالېو کې ټول ټال درې لوبې کړي دي او په درې اننګزونو کې یې  بهترینه توپوهنه کړې ده. نوموړي د درې اننګزونو په لوبولو ۱۷۴ منډې جوړې کړي دي چې په دې منډو کې یې ۱۵ څلورېزې او ۱۳ شپږیزې شاملې دي.

ځاځي د خپل کرکټ په تاریخ کې وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ د روان کال د اګسټ میاشتې په ۲۷مه نېټه د ایرلینډ خلاف وکړه چې په ۹ توپونو یې پکې ۱۴ منډې جوړې کړې وې. په شل اوریزو سیالېو کې ځاځي خپله وروستۍ سیالۍ د عربي متحده امارتو خلاف ترسره کړې وه چې ۱۸ منډې یې پکې جوړې کړې وې.

د حضرت الله ځاځي د خوښې لوبغاړی کریس ګیل دی او نوموړی وایي: کریس ګیل راته د روښانه راتلونکي لپاره غوره مشورې راکړي دي، په خپل کرکټ یې ډاډمن کړی یم او راته یې ویلي دي چې ښه لګیاه یې او همداسې دوام ورکړه. ځاځی زیاتوي چې دا زما لپاره د ویاړ خبره ده چې کریس ګیل زما کارکرده ګي ستایلې ده. په افغان لوبډله کې د حضرت ځاځي د خوښې لوبغاړی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر محمد نبي عیسی خیل دی.