حضرت الله ځاځی د هند په ۱۰ اوره سیالیو کې لوبېږي

تاند- تکړه افغان توپ وهونکی (بټسمن) حضرت الله ځاځی به د لومړي ځل لپاره د هند په ۱۰ اوریزو سیالیو کې ولوبېږي.

حضرت الله ځاځي ته وروسته له دې پام واوښت چې د افغانستان د غوره لیګ په سیالیو کې ښه وځلېد او د یوې سیالۍ په یوه اوور کې یې ۶ پر له پسې شپږیزې ووهلې.

د افغانستان د غوره لیګ سیالیو تر پیلېدو څو ورځې وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سرروزونکي فیل سیمنز هیله څرګنده کړې وه چې د دې تورنمنټ په لړ کې به یو ښه بټسمن ولیدل شي چې د هند په لیګونو کې ولوبېږي.

سیمنز ویلي، د افغانستان باولران ډېر دي او په ګڼو بهرنیو لیګونو کې لوبېږي خو تراوسه کوم بټسمن نه لري چې په نړیواله کچه مطرح شي.

د سیمنز هیله پوره شوه، حضرت الله ځاځی د هند د ماراتها اربینز (عربین) لوبډلې له لوري غوره شوی دی.

دا سیالۍ به د نوومبر له ۲۳ څخه په شارجه کې پیل شي.

له ځاځي سره په اربین لوبډله کې نامتو لوبغاړی راشد خان هم ملګری دی.

نجیب الله ځدارڼ هم په دې لیګ کې لوبېږي.

ماراتها اربینز لوبډلې تایید کړه چې ځاځی له دوی سره لوبېږي.

حضرت الله ځای ۲۰ کلن دی او تراوسه پورې یې د افغانستان لپاره په ۲ یو ورځنیو او درو ۲۰ اوره سیالیو کې برخه اخیستې ده.