درې نور افغان لوبغاړي د بنګله دېش غوره لیګ ته غوره شوي

تاند- د بنګله دېش د غوره لیګ لپاره، چې د ۲۰۱۹ په جنورۍ کې پیلېږي، ۳۷۳ بهرني او ۱۸۶ کورنۍ لوبغاړي بولیو ته وړاندې کېږي.

د دې سیالیو لپاره څو لوبډلو ۳ افغان لوبغاړي مخکې تر مخکې خوښ کړي دي.

ګلبدین نایب، ظاهر خان پکتین او نجیب الله ځدراڼ هغه درې افغان لوبغاړي دي چې مخکې تر مخکې غوره شوي دي.

د کرکټر ټکی کام د راپور له مخې، له درو نړیوالو افغان ستورو پرته په مجموع کې ۱۹ افغان لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کېږي.

ګلبدین نایب د افغانستان په غوره لیګ سیالیو کې د بلخ لیجندز لپاره خورا ښه لوبه وکړه او له همدې کبله د بنګله دېش سیلهیت سیکسرز (Sylhet Sixers) لوبډلې خوښ کړی دی.

نجیب الله ځدراڼ، چې د کندهار نایټس لوبډلې ته ولوبېد او سره له دې چې ښه ونه ځلېد، چټاکانګ ویکینګز لوبډلې غوره کړی دی.

محمد شهزاد هم د چټاګانګ ویکینګز له لوري غوره شوی دی.

خو ظاهر خان، چې د افغانستان په غوره لیګ کې د ننګرهار لیپرډز لپاره ولوبېد او ښه لوبه یې هم وکړه، کولنا تیتانس (Khulna Titans) لوبډلې ځان ته په پام کې نیولی دی.

کرکټرز ټکی کام وايي، د درو نړیوالو ستورو ترڅنګ ۱۹ نور افغان لوبغاړي د بنګله دېش د غوره لیګ لپاره په پام کې نیول شوي دي چې د هغو په منځ کې د افغانستان څو تنکي لوبغاړي لکه شهیدالله شهیدي، دروېش رسولي، ضیاالرحمان او وقار سلېمانخېل شامل دي. دا لوبغاړي د افغانستان په غوره لیګ کې ښه وځلېدل.