په اسلام اباد کې د افغان محصلانو سپورتي سیالۍ
خبریال: فرمان ساحل:
په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد کې د افغان محصلینو تر مینځ د (غازي آمان الله خان) په نوم بېلا بېلې ورزشي سیالۍ ترسره شوي.
دا ورزشي سیالۍ، چې د نړیوال اسلامي پوهنتون د افغان محصلینو د اتحادیې په نوښت جوړې شوي وي، په اسلام آباد کې د ټولو پوهنتونونو افغان محصلینو پکې برخه درلوده.
په یادو سیالیو کې کرکټ، فوټبال، والیبال او رسه کشی لوبې په ډېرو شانداره توګه وشوي. د ټولو سیالیو پایلوبې پرون تر سره شوي چې د کرکټ پاې لوبه د منصور زمریانو او د ضمیر لیجنډز تر مینځ وشوه. چې د ضمیر لیجنډز په ډېر غټ توپیر وکټله.
د فوټبال پایلوبه د اتحادیې لوبډلې او روح الله لوبډلو ترمینځ وشوه چې د اتحادیې لوبډله پکې کټونکې شوه.
د والیبال لوبه د میر عبدالبشیر او عبدالرب وکیل لوبډلو ترمینځ وشوه چې میر عبدالبشیر په ښه لوبې تر سره کولو وکټله.
همداسي د ټولو نه جالبه لوبه چې د رسه کشی وه د محمد شعیب او عبدالجلیل لوبډلو ترمینځ وشوه او د عبدالجلیل لوبډله د ډېري ستړیا نه ورسته بریالی شوه.
د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس نصیر احمد درانی وویل “ د ورته سیالیو جوړولو هدف د تفریح تر څنګ په اسلام آباد کې د افغان محصلینو تر مینځ هماهنګې، شناخت، یوالي او تحاد دی.