درې افغان ستوري د هند په غوره لیګ کې له خپلو لوبډلو سره پاتې شول

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې درې ستوري راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان به د هند د غوره لیګ (آی پي ایل) د ۲۰۱۹ په فصل کې له خپلو پخوانیو لوبډلو سره پاتې شي.

د حیدراباد سن رایزر او د پنجاب ۱۱ کینګز لوبډلو اعلان وکړ چې افغان لوبغاړي د راتلونکي سیزن لپاره له ځان سره ساتي.

راشد خان او محمد نبي له سن رایزر او مجیب الرحمان له پنجاب ۱۱ کینګز سره لوبېږي.

سن رایزر ویلي چې ۴ نور لوبغاړي یې اخیستي خو تکړه لوبغاړی دهوان یې له لاسه ورکړی دی.

د پنجاب ۱۱ کینګز بیا ویلي چې د مجیب الرحمان ترڅنګ یې ۱۱ نور لوبغاړي ساتلي دي.

راشد خان دا ځل په ۹ کرورړه هندي روپیو (یو ملیون ۲ لکه ۵۳ زره ۷۴۵ ډالره) او محمد نبي په یو کروړ روپۍ (نژدې ۱۴۰ زره ډالر) اخیستی دی.

خو محیب الرحمان بیا په ۴ کروړه (نژدې ۵ لکه ۶۰ زره ډالر) اخیستل شوی دی.

د هند د ۲۰۱۹ کال غوره لیګ سیالۍ د مارچ په ۲۹ مه نېټه پیلېږي.