شهزاد په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې وکړې

تاند- تکړه افغان لوبغاړي شهزاد محمدي، د هند په ټي ۱۰ لیګ کې یوازې په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې وکړې.

دا مسابقې د متحده عربي امارات په شارجه لوبغالي کې کېږي.

شهزاد، چې د راجپوت لوبډلې ته لوبه کوي، پرون /چهارشنبه/ په داسې حال کې ۷۴ منډې وکړې چې تر پایه ونه سوځېد.

ده ۸ شپږیزې ووهلې.

دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی په ۱۲ توپونو پنځوسیزه پوره کوي.

د شهزاد محمدي ټیم راجپوت دا مسابقه له سیندهیز څخه په شپږم اوور کې وګټله.

سیندهیز په ۱۰ اوورونو کې ۹۴ منډې کړې وې.