شهزاد او نبي د افغانستان لپاره غوره بیټنګ وکړ

تاند- د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړي شهزاد محمدي نن /سې شنبه/ په دوبۍ کې د اسیا کپ د سیالیو په لړ کې د هند په وړاندې په ۱۱۶ توپونو ۱۲۴ منډې وکړې.

شهزاد محمدي په دې سیالۍ کې، چې د افغانستان وروستۍ مسابقه ده، ۷ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې ووهلې. شهزاد غوښتل چې بله شپږیزه هم ووهي خو توپ یې کچ شو.

دا له ډېرې مودې وروسته د شهزاد محمدي تر ټولو ښه بیټنګ دی. ده په ۸۸ توپونو سلیزه پوره کړه او دا په یو ورځنیو سیالیو کې د شهزاد پنځمه سلیزه ده.

د شهزاد محمدي ترڅنګ محمد نبي هم نن ښه بیټنګ وکړ. نبي په ۵۶ توپونو ۶۴ منډې وکړې.

خو د افغانستان اصلي بټسمنان یا توپ وهونکي لکه حشمت الله شهیدي، رحمت الله، اصغر افغان او جاوید احمدي ډېر ژر وسوځېدل.

جاوید احمدي په ۳۰ توپونو صرف ۵، رحمت شاه په ۴ توپونو ۳، حشمت الله شهیدي په ۳ توپونو هیڅ او اصغر افغان په یوه توپ صفر منډې وکړې.

خو نجیب الله ځدراڼ بد ونه لوبېد. ده په ۲۰ توپونو ۲۰ منډې وکړې. ګلبدین نایب په ۴۶ توپونو ۱۵ منډې وکړې.

د شهزاد او نبي ښه بیټنګ سبب شو چې افغانستان هند ته نسبتاً لوړ هدف وټاکي.

 راشد خان په ۱۲ او افتاب عالم ۲ منډې وکړې او ونه سوځېدل.

افغانستان د ۸ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۵۰ اورونو کې هند ته ۲۵۳ منډې هدف وټاکه.

که څه هم ښايي هند دا هدف پوره کړي خو تراوسه پورې په روان اسیا کپ سیالیو کې د هند په وړاندې بلې لوبډلې دومره منډې نه دي کړي.

هندیانو هم شهزاد د ښې لوبې په خاطر ستایلی دی، ځینو په ټویټر کې ویلي چې د پاکستان ټول ټیم د هند په وړاندې ۱۶۲ منډې وکړې خو شهزاد په یوازې سر ۱۲۴ وکړې.

یوه بل لیکلي چې ځینې وايي چې په سپورت کې فیټنس مهم دی خو شهزاد ته دې وګوري (منظور د هغه ښې لوبې ته)