افغانستان ۲۵۲، هند ۲۵۲ لوبه مساوي کړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له هند سره په یوه هیجاني سیالۍ کې مساوي شو.

د اسیا کپ په دې سیالۍ کې، چې د افغانستان د لوبډلې لپاره وروستۍ مسابقه وه، لومړی بیټنګ افغانستان وکړ، افغانستان د شهزاد په ۱۲۴ او د محمد نبي په ۶۴ منډو هند ته ۱۵۳ منډې هدف وټاکه.

افغان باولرانو د هند په وړاندې ښه لوبه وکړه. دوی هندیان پرې نښودل چې د افغانستان له لوري ټاکلي هدف یعني ۲۵۳ منډې پوره کړي.

خو هند د خپلو دوو پرانیستګرو لوبغاړو (کې ایل راهول) او (اې ټي رایودو) په ۱۱۷ منډو وکړای شول چې لوبه برابره کړي.

البته دا لوبه په داسې حال کې برابره شوه چې افغانستان د هند ۱۰ لوبغاړي وسوځول خو هند د افغانستان ۸ لوبغاړي سوځولي ول.

د لوبې غوره لوبغاړی شهزاد محمدي وګڼل شو. شهزاد نه یوازې د غوره لوبغاړي پنځه زره ډالري جایزه وګټله بلکې د غوره شپږیزو پينځه زریزه جایزه یې هم وګټله.

د کرکټ اکثره مبصران وايي چې دې سیالۍ او دغه راز د افغانستان ۴ نورو سیالیو وښوده چې افغانستان د دې مستحق و چې پایلوبې ته وتلی وای خو بخت ورسره یاري ونه کړه.

په دې تورنمنټ کې افغانستان لومړۍ دوې مسابقې په خورا زیات توپیر له سریلانکا او بنګله دېش وګټلې خو وروستۍ دوې یې په خورا لږ توپیر پر پاکستان او بنګله دېش وبایللې.