ایرلنډ افغانستان ته په ماتې د یو ورځنیو مسابقو لړۍ مساوي کړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن /سې شنبه/ د آیرلنډ له ملي ټیم سره په پنځمه یا وروستۍ یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شو.

پچه افغان لوبغاړو ګټلې او بیا یې هم غوره ګڼلې چې لومړی آیرلنډ بیټنګ وکړي.

افغان او آیرلنډي لوبغاړو تراوسه درې مسابقې کړي چې دوې افغانستان او یوه آیرلنډ ګټلې ده او یوه هم د باران د اورښت له کبله بې نتیجې اعلان شوې ده.

نننۍ مسابقه د دواړو لپاره زیات اهمیت لپاره. کوربه آیرلنډ به د لوبو د مساوي کولو هڅه وکړي او افغانستان به د دې لړۍ د ګټلو لپاره هلې ځلې کوي.

د افغانستان په لومړي بري کې محمد شهزاد او په دوهمه کې راشد خان ارمان ډېره ونډه لرله.

دا مسابقه ۲۰ دقیقې وروسته په بلفاست کې بیلېږي.

مسابقه پیل شوه:

ایرلنډ بیټنګ کوي

میرویس اشرف د ایرلنډ لوبغاړی (بورترفیلد) وسوځاوه. فیلد په ۲۰ توپونو ۸ منډې وکړې.

اوس د آیرلنډ د منډو شمېر ۲۷ دی. ۵ اوور روان دی

آیرلنډ په ۹ اوورونو کې ۴۳ منډې کړي، یو لوبغاړی یې سوځېدلی دی. د منډو اوسط یې ۴ اعشاریه ۷۷ دی

اي ډي جاایس د آیرلنډ لپاره ښه بیټنګ کوي تراوسه پوري یې په ۲۲ توپونو ۲۰ منډې کړي.

افغان لوبغاړو ۱۱ اضافي یا وایډ توپونه ورکړي. دا ډېر زیات دي.

ایس پي ټیري د یامین احمدزي له لوري وسوځول شو. تیري یوازې ۴ منډې کړې وې.

د آیرلنډ د منډو شمېر ۵۷ دی، ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۳ اوور روان دی.

د آیرلنډ د منډو شمېر ۶۷ دی، ۱۵ اوور روان دی، ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي، تر ټولو زیاتې منډې جایس کړي، ده په ۴۰ توپونو ۳۳ منډې کړي دي.

د ایرلنډ د منډو شمېر ۸۰ دی، ۱۹ اوور روان دی، ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

جایس ۵۳ منډې کړي

د جایس او او ویلسن د ملګرتوب په نتیجه کې د ایرلنډ د منډو شمېر ۱۰۳ ته رسېدلی، ۲۶ اوور روان دی.

د آیرلنډ یوازې ۲ لوبغاړي سوځېدلي

په دې مسابقه کې ګلبدین نایب ته هم چانس ورکړای شو.

جایس او او ویلسن په ګډه تراوسه پوري ۶۹ منډې کړي. د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۱۳ ته رسېدلی، ۲۸ اوور روان دی، ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

2په افغان باولرانو کې میرویس اشرف ښه لوبه کړې، په ۸ اوورونو کې یې یو لوبغاړی شوځولی او ۲۲ منډې یې ورکړي دي.

د جایس د منډو شمېر ۶۴ ته ورسېد او د آیرلنډ ټولې منډې اوس ۱۲۶ دي. ۳۰ اوور روان دی.

د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۲۹ دی، ۳۱ اوور روان دی، ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي او د منډو اوسط یې څه باندې ۴ دی.

ممکن آیرلنډ افغانستان ته د ۲۲۰ تر ۲۳۰ منډې هدف وټاکي.

ویلسن ستړی ښکاري، هوا ۲۳ درجې ده چې نسبتاً توده ده. د اوبو لپاره وقفه ورکړای شوه.

د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۲۹ دی، ۳۱ اوور روان دی، ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي او د منډو اوسط یې څه باندې ۴ دی.

۲د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۳۲ دی، ۳۲ اوور روان دی، ۲ لوبغاړي یې سوځېدلي او د منډو اوسط یې څه باندې ۴ دی.

آیرلنډ لومړنۍ شپږیزه د راشد خان په توپ ووهله. د منډو شمېر یې ۱۴۰ ته ورسېد

۳۳ اوور روان دی، آیرلنډ ډېر لوبغاړي لري، نور به لوبه تېزوي.

د آیرلنډ د منډو اوسط ۴ اعشاریه ۲۰ دی.

آیرلنډ ۱۶ اوورونه، ۸ لوبغاړي او ۱۴۴ منډې لري.

د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۶۰ دی، ۳۸ اوور روان دی.

د آیرلنډ د منډو اوسط۴ اعشاریه ۳۰ دی. د منډو شمېر یې اوس په ۳۸ اوور کې ۱۶۹ ته رسېدلی دی. په روان ۳۸ اوور کې جایس پر یامین احمدزي دوه څلوریزې ووهلې،

تېر اوور د آیرلنډ لپاره ډېر واره داره و، ۱۰ منډې یې پکې وکړې.

اوس ۳۹ اوور روان دی، د منډو شمېر ۱۷۱ دی

د تېرو لوبو خلاف په روانه لوبه کې راشد ارمان زیاتې منډې ورکړې. ده په ۶ اوورونو کې ۳۳ منډې ورکړې

د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۷۸ دی، ۴۰ اوور پیل شو

بالاخره دولت ځدراڼ وتوانېد چې د آیرلند لوبغاړی ویلسن وسوځوي.

ویلسن په ۹۲ توپونو ۵۸ منډې وکړې.

د ۴۰ اوور وروستی توپ پاتې دی، د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۸ دی.

د آیرلنډ منډې اوس ۱۸۲ دی، ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي ، ۴۱ اوور روان دی.

جایس د آیرلنډ لپاره بهترینه لوبه کړې. په ۱۱۷ توپونو یې ۹۶ منډې کړي.

محمد نبي وتوانېد ویکټ واخلي

کیوان اوبرین د محمد نبي له لوري وسوځول شو. اوبرین په ۶ توپونو صرف یوه منډه جوړه کړای شوه.

پال سترلینګ راووت په اول توب یې یوه منډه وکړه. د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۸۵ دی. ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي او ۴۲ اوور روان دی.

جایس شپږیزه ووهله او سلیزه یې بشپړه کړه. ده ۱۲ څلوریزې او ۲ شپږیزې وهلي او ټولټال یې تراوسه ۱۰۳ منډې کړي دي.

د آیرلنډ د منډو شمېر اوس ۱۹۴ دی ۴۲ اوور روان دی

سترلینګ د دولت ځدراڼ له لوري وسوځول شو

د آیرلنډ ۵ لوبغاړي سوځېدلي، ۱۹۴ منډې یې کړي ۴۳ اوور روان دی

دولت ځدراڼ ۲ آیرلنډي لوبغاړي سوځولي، په ۸ اوورونو کې یې تراوسه ۳۱ منډې ورکړي دي.

د آیرلنډ د منډو شمېر اوس ۱۹۷ دی، ۴۴ اوور روان دی،

پاینټر له جایس سره بیټنګ کوي.

د آیرلنډ د منډو شمېر ۱۹۸ دی/ ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي دي. ۵ اووره او ۳ توپه ورته پاتې دي.

د آیرلنډ منډې ۲۰۰ ته ورسېدې. وبه ګورو چې په پأتې ۵ اوورونو او ۵ لوبغاړو نورې څو منډې جوړوي.

د ایرلنډ د منډو اوسط نژدې څلور نیم دی.

آیرلنډ به پاتې ۵ اوورونو او ۵ لوبغاړو څو منډې وکړي؟ تراوسه يې ۲۰۶ کړي دي.

ایرلنډ ۲۱ توپونه او ۵۰ لوبغاړي لريو د منډو شمېر یې ۲۱۰ دی

داسي ښکاري چې راشد ارمان په دې لوبه کې ارماني پاتې شو. تراوسه یې هیڅ لوبغاړی نه دی سوځولی، حال دا چې په تېره مسابقه کې یې ۴ آیرلنډي لوبغاړي وسوځول.

جایس په ۱۳۰ توپونو ۱۱۰ منډې کړي

د جایس څلوریزې د ایرلنډ د منډو شمېر ۲۱۸ ته ورساوه.

۴۶ اوور او ۴ توپ / د منډو شمېر۲۱۸

د جایس د منډو شمېر ۱۱۸

د جایس بله څلوریزه، د ایرلنډ د منډو شمېر ۲۲۲ ته ورسېد.

جایس بله څلوریزه ووهله، د ایرلنډ د منډو شمېر ۲۲۶ ته ورسېد ۴۷ اوور پیل شو.

په ۴۶ اوور جایس د دولت ځدراڼ په توبونو ۳ څلوریزې ووهلې. جایس تراوسه ۱۲۷ منډې کړي

د ایرلنډ د منډو شمېر ۲۲۹ ته ورسېد

جایس شپږیزه ووهله. دا د ده درېمه شپږیزه ده. د ایرلنډ د منډو شمېر ۲۳۶ ته ورسېد دوه اوورونه پاتې دي. آیرلنډ ۵ لوبغاړي لري

په تېرو دوو اوورونو کې جایس ۲۴ منډې وکړې.د آیرلنډ د منډو شمېر ۲۴۲ ته ورسېد.

جایس څلورمه شپږیزه ووهله. ده تراوسه پوري ۱۴۲ منډې کړي

بیا هم د جایس له لوري شپږیزه

د آیرلنډ د منډو شمېر ۲۵۰ ته ورسېدږ ۸ توپونه لا پاتې دي

یو اوور پاتې دی، د آیرلنډ د منډو شمېر ۲۵۴ دی. ډېر لوړ هدف ټاکي

په وروستیو ۵ اوورونو کې د آیرلنډ د منډو اوسط تر ۱۱ لوړ دی.

د ایرلنډ د منډو شمېر ۲۵۹ دی / ۴ توپه پاتې دي

د ایرلنډ د منډو شمئر ۲۶۵ ته ورسېدږ جایس دوې سر په سر څلوریزې ووهلې

جایس د آیرلنډ لپاره ۱۶۰ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد.

د آیرلنډ له لوري د ۲۶۶ منډو هدف پوره کول ډېر ګرانه ښکاري.

نیم ساعت تفریح ده.

آیرلنډ افغانستان ته خورا لوړ هدف (۲۶۶) وټاکه

افغان لوبغاړي بیټنګ کوي

له توقع سره سم افغان لوبغاړو تېزه لوبه پیل کړې ده.

محمد شهزاد او جاوید احمدي بیټنګ کوي. په لومړیو ۸ توپونو  یې ۹ منډې کړي

شهزاد تراوسه په ۵ توپونو ۷ او احمدي په ۵ توپونو ۲ کړي. د افغان لوبغاړو منډې اوس ۱۰ دي

شهزاد وسوځید

شهزاد د مکارتي په توپ وسوځېډږ توپ یې هوايي وویشت او کچ شو

د شهزاد پر ځای رحمت شاه راووت. د شهزاد دومره ژر سوځېدا به د نور ټیم پر روحیې منفي اغېز ولري

۲ اوورونه او ۴ توپونه/ د افغانستان د منډو شمېر ۱۱/ ۱ لوبغاړی سوځېدلی

په درېم اوور کې افغان لوبغاړو صرف یوه منډه وکړای شوه.

رحمت شاه او جاوید احمدي بیټنګ کوي

د شهزاد ژر سوځېدا نور لوبغاړي محتاط کړل. په تېرو ۱۰ توپونو یې یوازې یوه منډه کړې ده.

بالاخره رحمت شاه پر ۱۱ منډو یوه زیاته کړه، جاوید احمدي هم یوه منډه وکړه. اوس د افغان لوبغاړو منډې ۱۳ دي ۴ اوور پوره شو

جاوید احمدي هم وسوځېد

جاوید احمدي په تېرو مسابقو کې هم چندان نه دی ځلېدلی

ګلبدین نایب راووت. نایب ته یو څه هیله شته. ده ته په تېرو ۲ مسابقو کې چانس نه و ورکړای شوی

احمدي د مورتاګ له لوري وسوځول شو. ده یوازې ۳ منډې وکړې.

۶ اوور روان دی د افغان لوبغاړو د منډو شمېر ۲۱ دی

افغان لوبغاړو په ۷ اوورونو کې ۲۴ منډې کړي، ۲ یې سوځېدلي

په ۸ اوورونو کې افغان لوبغاړو ۲۵ منډې کړي

د افغان لوبغاړو د منډو اوسط څه باندې ۳ دی خو نژدې ۶ ته اړتیا لري. / اوس یې د منډو شمېر ۲۶ دی

رحمت شاه او نایب په ۳۸ توپونو ۱۱ منډې کړي

نهم اوور پوره شو، د منډو شمېر ۲۷ دی.

آیرلنډ په ۵ اوور ۲۷ منډې کړې وې.

ګلبذدین نایب وسوځېد. اصغر ستانکزی راووت

آیرلنډ په ۹ اوورونو کې ۴۳ منډې کړوې اویو لوبغاړی یې سوځېدلی و خو افغانستان دا دی په نهم اوور کې ۳ لوبغاړي بایللي او ۲۷ منډې لري.

افغانستان ۴۰ اوورونه او ۷ لوبغاړي لري. د منډو شمېر یې ۲۷ دی

په ۱۱ اوورونو او ۲ توپونو د افغانستان د منډو شمېر ۳۰ دی

اوس د منډو شمېر ۳۲ دی/ ۳ لوبغاړي سوځېدلي

وار په وار د افغان لوبغاړو لپاره د منډو پکار اوسط لومړیږي. باید په هر اوور کې څه باندې ۶ منډې وکړي خو تراوسه پوري تر ۳ کم دی

۱۲ اوور روان دی د منډو شمېر ۳۴/ ۳ لوبغاړي سوځېدلي دي.

د افغان لوبغاړو د منډو شمېر ۳۷ دی، ۱۳ اوور روان دی – په ۱۳ اوور کې آیرلنډ ۲ لوبغاړی بایللی و او ۵۷ منډې یې جوړې کړې وې.

۱۳ اوور او ۲ توپ د منډو شمېر ۳۴۰ / ۳ لوبغاړي سوځېدلي

۱۵ اوور/ د منډو شمېر ۴۵/ اصغر ستانکزی او رحمت شاه بیټنګ کوي

رحمت شاه څلوریزه ووهله/ د منډو شمېر ۵۳ شو

د افغان لوبغاړو د منډو شمېر ۵۷ / د منډو اوسط څه باندې ۳/ اړتیا څه باندې ۶ او پاتې لوبغاړي ۷/ ۱۸ اوور ختم شوی

افغان لوبغاړي په ۷ ویکټونو او ۳۱ اوورونو ۲۰۸ منډو ته اړتیا لري اوس یط د منډو شمېر ۵۸ دی

رحمت شاه څلوریزه ووهله/ د منډو شمېر ۶۲ شو

د رحمت شاه او ستانکزي کرارې لوبې د افغان لوبغاړو وارخطايي کمه کړه.

رحمت شاه وسوځېد. ده په ۵۶ توپونو ۳۰ منډې وکړې. تر دط دمه تر ټولو افغان لوبغاړو یې زیاتې منډې کړي.

محمد نبي له اصغر ستانکزي سره ملګری شو.

د منډو شمېر ۶۵ دی، ۲۰ اوورونه او ۳ توپونه / ۴ لوبغاړي سوځېدلي

د افغانستان د منډو شمېر ۷۶ دی/ ۲۷ اوورونه ورته پاتې دي/ ۴ لوبغاړي سوځېدلي دي.

د منډو شمېر ۸۰ دی، د منډو اوسط ۳ اعشاریه ۳۵ دی خو په هر اوور کې ۷ منډو ته اړتیا لري

افغان لوبغاړي باید په ۲۶ اوورونو ۱۸۵ منډې وکړي

محمد نبي شپږیزه ووهله. دا د افغان لوبغاړو لومړنۍ شپږیزه ده. اوس یې د منډو شمېر ۹۲ دی/ ۲۶ اوورنه او ۱ توپ

اصغر ستانکزی وسوځېد. د افغانستان د منډو شمېر اوس ۹۹ دی

په ۲۱ اوورونو او ۵ لوبغاړو افغانستان ۱۶۶ منډو ته اړتیا لري

اصغر ستانکزي په ۶۴ توپونو ۳۲ منډې وکړې. د ده پر ځای نجیب ځدراڼ راووت

۳۰ اوور او ۵ توپ- د افغانستان د منډو شمېر ۱۱۲ دی/ ۵ لوبغاړي سوځېدلي.

  آیرلنډ  په ۳۰ اوور کې منډې  ۱۲۶ کړې وې.

د افغانستان د منډو شمېر اوس ۱۱۷ دی ۳۱ اوور او ۳ توپونه / ۵ سوځېدلي

محمد نبي په ۳۲توپونو ۲۵ منډې کړي. ده یوه څلوریزه او یوه شپږیزه وهلي. د افغانستان د منډو شمېر ۱۱۸ دی

په ۱۸ اوورونو کې ۱۴۸ منډو ته اړتیا ده، یعني په هر اوور کط تر ۸ منډو زیاتې پکار دي.

محمد نبي وسوځېد. پر افغان لوبغاړو فشار نور هم زیات شو. د منډو شمېر یې ۱۲۰ دی ۳۲ اوورونه او ۴ توپونه

راشد خان ارمان راووت. راشد په تېره لوبه کې تر پایه ونه سوځېد.ده ۶۰ منډې یې وکړې.  خو اوس افغانستان ۶ لوبغاړي لري او ۱۷ اوورونه/ د منډو شمېر۱۲۵

راشید خان په اول توپ یوه منډه وکړه، په دوهم یې حلوریزه ووهله.

د منډو شمېر ۱۲۷ دی

افغانستان باید په هر اوور کې ۸ اعشاریه ۶۰ منډې وکړي

د افغانستان د منډو شمېر ۱۵۵/ ۶ سوځېدلي ۳۸ اوور او ۴ توپ

افغانستان باید په ۶۶ توپونو ۱۰۷ منډې وکړي

د راشد خان ۲ پر له پسې ځلوریزو د افغان ټیم د منډو شمېر ۱۶۰ ته ورساوه.

د نجیب الله ځدراڼ څلوریزه/ د منډو شمېر ۱۶۹ ته ورسېد

افغانستان په ۵۶ توپونو ۹۶ منډو ته اړتیا لري.

اوس په ۵۵ توپونو ۹۵ منډو ته اړتیا لري. د منډو شمېر ۱۷۱ دی

د افغانستان د منډو شمېر ۱۷۶ دی/ په ۴۸ توپونو ۹۰ منډو ته اړتیا لري.

راشد خان شپږیزه ووهله. افغانستان اوس شپږیزو ته اړتیا لري / د منډو شمېر ۱۸۲ دی

په ۴۶ توپونو ۸۴ منډې پکار دي تقریباً په هر توپ ۲ منډې

د نجیب الله ځدراڼ ۲ څلوریزو د افغانستان منډې ۱۹۵ ته ورسولې.

اوس افغانستان په ۳۶ توپونو ۷۱ منډو ته اړتیا لري. ناممکنه نه ده.

ځدراڼ په ۶۰ توپونو ۴۵ منډې کړي او راشد خان په ۲۶ ۳۳ منډې کړي دي.

په ۳۳ نوپونو ۶۹ منډې پکار دي.

د افغانستان د منډو شمېر ۱۹۹ شو

افغان لوبغاړي باید لوبه تېزه کړي. په هر اوور کې نژدې ۱۳ منډو ته اړتیا لري.

یوازې ۳۰ توپونه پاتې دي چې باید ۶۷ منډې پرې وکړي

ځدراڼ شپږیزه ووهله/ د منډو شمېر ۲۰۶ ته ورسېد/ په ۲۰ توپونو ۶۰ منډې پکار دي.

اوس د منډو شمېر ۲۱۰ شو/ راشد خان څلوریزه ووهله

دواړه تراوسه ۹۴ منډې کړي/ د منډو شمېر ۲۱۲ ته ورسېد/ ۲۵ توپه ۵۴ منډې پاتې دي.

په دې حساس وخت کې راشد خان وسوځېد / ۷ افغان لوبغاړي سوځېدلي دي/ میرویس اشرف راووت

د منډو شمېر ۱۱۲ دی/ ۲۴ توپونه او ۵۴د منډې پاتې دي

راشد خان په ۳۲ توپونو ۴۰ منډې وکړې / میرویس اشرف په اول توپ وسوځېد

دولت ځدراڼ راووت. دوه ځدراڼه /۲۳ توپونه او د ۵۴ مکنډو اړتیا

نجیب ځدراڼ هم وسوځېد/ یامین احمدزی راووت

نجیب ځدراڼ په ۶۶ توپونو ۵۴ منډې وکړې. ده او راشد خان د افغان ټیم پوزه په ځای کړه کنې خبره ډېره خرابه وه.

اوس یو لوبغاړی پاتې دی د منډو شمېر ۲۱۴ دی ۲۰ توپه او ۵۲ منډې پاتې دي

دولت ځدراڼ څلوریزه ووهله/ د منډو شمېر ۲۲۰ شو/ په ۱۷ توپونو ۴۶ منډو ته اړتیا ده/ په هر اوور کې ۱۶ اعشاریه ۵۰ منډې پکار دي.

د منډو شمېر ۲۲۲/ ۱۴ توپونه او ۴۴ منډې پکار دي. افغان لوبغاړي په هر اوور کې اوس ۲۰ منډو ته اړتیا لري خو په تېر اوور کې یې یوازې ۲ منډې وکړې/ صرف ۲ اوورونه پاتې دي/

د منډو شمېر ۲۲۴ دی/ په ۹ توپونو منډو ته اړتیا ده

اوس د افغانستان د منډو شمېر ۲۲۵ دی. ۸ توپه پاتې دي او ۴۱ منډې.

دولت ځدراڼ شپږیزه ووهله/ د منډو شمېر ۲۳۲ ته ورسېد/ په یو اوور کې ۳۳ منډو ته اړتیا ده

د افغانستان د منډو شمېر ۲۳۸ شو/ په ۵ توپونو ۲۸ منډو ته اړتیا ده/ اوس ۴ توپه پاتې دي/ ۲۸ منډې

۳ توپه ۲۴ منډې/ د افغانستنان د منډو شمېر ۲۴۶ ته ورسېد

دولت پر له پسې څلوریزې ووهلې خو بې قایدې دي. ۲۰ منډې پمار دي چې په ۲ توپونو نه وهل کېږي.

د افغانستان د منډو شمېر ۲۵۳ شو/ دولت ّځدراڼ په وروستي توپ شپږیزه ووهله.

آیرلنډ لوبه وګټله/ د مسابقو دا لړۍ ۲ پر ۲ مساوي شوه

۲آیرلنډ په ۱۲ منډو (د ۱۲ منډو په توپیر) افغانمستان ته ماتې ورکړه

Ireland Team د آیرلنډ لوبډله
WTS Porterfield*, EC Joyce, SP Terry, SW Poynter, KJ O’Brien, PR Stirling, GC Wilson, AR McBrine, BJ McCarthy, TJ Murtagh, PKD Chase, TE Kane, J Anderson, GH Dockrell, MR Adair
Afghanistan Teamد افغانستان لوبډله
Mohammad Shahzad, Javed Ahmadi, Rahmat Shah, Asghar Stanikzai*, Mirwais Ashraf, Gulbadin Naib, Mohammad Nabi, Najibullah Zadran, Rashid Khan, Yamin Ahmadzai, Dawlat Zadran, Noor Ali Zadran, Amir Hamza, Samiullah Shenwari, Shapoor Zadran, Hamid Hassan

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *