افغانستان د اسیا کپ اصلي اتل و

تاند- د کرکټ د اسیايي جام تر سیالیو مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کیپتان اصغر ستانکزی خبرداری ورکړی و چې د ده لوبډله به نه یوازې له نورو سره اوږه په اوږه سیالي وکړي بلکې ځانګړي ځای خپل کړي.

سره له دې چې د افغانستان ملي لوبډله د جمعې د ورځې پایلوبې ته ونه وتله خو د جنګ ځپلي افغانستان ټیم دومره بری ترلاسه کړ چې د ۲۰۱۹ د نړیوال جام لوبډلو ته د خبرداري زنګ ګڼل کېږي.

افغانستان د سې شنبې په ورځ خپله وروستۍ لوبه د نړۍ د غښتلي ټیم هند په وړاندې مساوي کړه او نړۍ ته یې وښوده چې په افغانستان کې کرکټ د پرمختګ په حال کې دی.

افغانستان د دې سیالیو لومړۍ دوې په ډېر توبیر له سریلانکا او بنګله دېش څخه وګټلې. سریلانکا ته یې په ۹۱ منډو او بنګله دېش ته په ۱۳۶ منډو ماتې ورکړه او سوپر فور یا څلور غوره پړاو ته ورسېد.

په دې پړاو کې افغانستان خپلې لومړۍ دوې لوبې په خورا لږ توپیر پر پاکستان او بنګله دېش وبایللې.

اصغر ستانکزی باور لري چې په اسیا کپ کې د افغانستان اتلولیزو سیالیو د ۲۰۱۹ نړیوال جام مهمو ټیمونو ته د خبرداري پیغام ولېږه. د نړیوال جام سیالۍ د راتلونکي میلادي کال د مې له دېرشمې د جولای تر ۱۴ پورې دوام کوي.

 په اسیايي جام کې د افغانستان خورا ښې لوبې د نړۍ د کریکټرانو ستایلي دي.

د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم پخواني نامتو لوبغاړي وقار یونس ویاي چې د دې جام اصلي قهرمان افغانستان دی.

د هند د لوبډلې پرانیستګر لوبغاړي کې ایل راهول وايي چې هند او افغانستان د اسیايي جام حقیقي لوبه وکړه خو هیڅ خوا بریالۍ نه شوه.

پخواني هندي ستوري، سونیل ګواسکر وايي، له اسیا کپ سیالیو څخه د افغانستان وتلو سره د دغو لوبو خوند لاړ. د ګواسکر په باور افغانستان ټولې لوبډلې ماتې ته نژدې کړې او له همدې کبله د افغانستان ټولې مسابقې له هیجانه ډکې وې.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې افغانستان اوس د راشد خان په شان لوبغاړي لري چې یوازې په ۴۴ مسابقو کې یې ۱۰۰ ویکټونه اخیستي او په لنډ وخت کې د زیاتو لوبغاړو د سوځولو له نظره د نړۍ لومړی درجه شو.

د اسیا کپ پایلوبې ته دوه وتلې لوبډلې یعني بنګله دېش او هند دواړه افغانستان مات کړي دي له همدې کبله هم افغانستان د دې سیالیو اصلي اتل ګڼل کېدای شي.