د ۲۰۱۸ کال د آسیا جام سیالۍ | روح الامین نیازی

ژباړه او راټولونه: 

کرېکټ اسیايي جام څوارلسم پړاو سیالۍ د سپټمبر پر ۱۵مه د متحده عربي اماراتو دبۍ ښار او د ابو ظبۍ زاید کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې، دا درېیم ځل و چې اسیا جام په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو.

د آسیا جام سیالۍ د لومړۍ ځل لپاره په۱۹۸۴ میلادي کال کې وشولې. هند تر دې وړاندې شپږ، سریلانکا پنځه او پاکستان دوه ځلې د دې سیالیو اتلولي ګټلې.

هند تر اوسه د شویو ۱۳ اسیا جام کرېکټ سیالیو له ډلۍ شپږ ځله اتلولي ګټلې، چې تر اوسه دغه جام دومره ډېر ځله د بلې لوبډلې په برخه نه دی رسېدلی.

دویم ځای سریلانکا لري، چې پنځه ځله یې دغه جام ګټلی او پاکستان دوه ځله د اسیا جام کرېکټ سیالیو اتل شوی دی.

دا درېيم ځل دى چې بنګله دېش د اسيايي اتلوليو پايلوبې ته رسېږي، خو هېڅکله يې دغه اتلولي نه ده گټلې.

اسیا جام سیالۍ لومړی ځل ۱۹۸۴ کې متحده عربي اماراتو کې پیل شوې. د هغو لوبو پایلوبه کې سریلانکا هند ته لوبه بایلوده.

افغانستان ۲۰۱۴ کال کې لومړی ځل اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړ.

د هغه کال سیالیو پایلوبه کې چې بنګله دېش کې وشوې سریلانکا لوبډله اتله شوه.

له مهالوېش سره سم باید د سږ کال سیالۍ په هند کې شوې وای، خو د هند او پاکستان تر منځ د سیاسي کړکېچ له کبله د سږ کال اپریل کې پرېکړه وشوه، چې دغه سیالۍ متحدو عربي اماراتو کې وشي.

هند له سریلانکا سره د سیاسي ناندریو له کبله هلته په اسیا جام سیالیو کې ګډون و نه کړ او پاکستان د ۱۹۹۰ اسیا جام سیالیو کې ګډون نه و کړی، دغه راز د دغو هېوادونو تر منځ د تاوتریخجن سیاسي حالت له کبله اسیا جام سیالۍ لغو شوې وې.

په ۲۰۱۸ کال اسیا جام لوبو کې شپږ هېوادونو، افغانستان، بنګله دېش، پاکستان، سرېلانکا، هانکانګ او هندوستان لوبډلو ګډون کړی وو، یادې لوبډلې په دوو ګروپونو (الف، ب) وېشل شوې وي چې په (الف) ګروپ کې پاکستان، هانکانګ او هندوستان او په (ب) ګروپ کې بیا افغانستان، بنګلدېش او سرېلانکا د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړې.

افغانستان په ګروپي لوبو کې په خپل تاریخ کې  په لومړي ځل سرېلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه، او د بنګله دېش لوبډلې ته یې هم  په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۸ کال اسیا جام لوبو په اړه ځيني مهم معلومات:

  • په ۲۰۱۸ کال اسیا جام لوبو کې تر ټولو لوړ هدف یا ټارګېټ ۲۸۶ منډې و، چې هند هانکانګ لوبډلې ته ټاکلی و.
  • هند په په ۲۰۱۸ کال اسیا جام لوبو کې هېڅ ماتې نده خوړلې، یوازې له افغان لوبډلې سره یې لوبه مساوي پای ته رسولې.
  • پدغو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې شېکر داوان جوړې کړي، چې ۳۴۲ منډې دې، ورپسې بیا روهېت شرما ۳۱۷، مشفیق الرحیم ۳۰۲، شهزاد محمدي ۲۶۸ او حشمت شهیدي بیا ۲۶۳ منډې جوړې کړي دي.
  • په یوه لوبه کې ترټولو زیاتې منډې د مشفیق الرحیم دي چې ۱۴۴ منډې یې د سرېلانکا په خلاف جوړې کړې وې، ورپسې بیا شېکر داوان ۱۲۷ او شهزاد محمدي دی چې ۱۲۴منډې جوړې کړې وې.
  • په ۲۰۱۸ کال اسیا جام لوبو کې تر ټولو زیاتې سلیزې شېکر داوان وهلي چې دوه سلیزې دي، یوه یې د پاکستان خلاف اوبله یې هانکانګ په خلاف وهلې وه، شهزاد محمدي، مشفیق الرحیم، لېتن داس او روهېت شرما بیا یوه، یوه سلیزه وهلې ده.
  • په ۲۰۱۸ کال اسیا جام لوبو کې تر ټولو زیاتې نیمه سلیزې حشمت شهیدي، روهېت شرما او امام الحق درې درې نیمه سلیزې وهلي.
  • په ۲۰۱۸ کال اسیا جام لوبو کې ترټولو زیاتې شپږېزې روهېت شرما وهلي چې ۱۳ شپږېزې دي، ورپسې بیا شهزاد ۹ او نبي بیا ۷ شپږېزې وهلي دي.
  • شکیب الحق، مېنډس، فخر زمان او روبیل حسین دوه دوه ځلي پدغو لوبو کې په صفر اوټ شوي.
  • ترټول زیات لوبغاړي  په ۲۰۱۸ کال اسیا جام لوبو کې راشد، کلدیف یادوف او مستفیض الرحمن اوټ کړي، درې واړو لس، لس لوبغاړي اوټ کړي.
  • په ۲۰۱۸ کال اسیا جام لوبو کې ترټولو اوږده ملګرتیا د شېکر داوان او روهېت شرما ترمنځ وه، دواړو د پاکستان خلاف ۲۱۰منډې ملګرتیا کړې وه.
  • د ۲۰۱۸ کال اسیا جام لوبو د پایلوبې غوره لوبغاړي لېتن داس و نومول شو.
  • د ۲۰۱۸ کال اسیا جام لوبو غوره لوبغاړی شېکر داوان وټاکل شو،
  • ۲۰۱۸ کال اسیا جام جایزه د لومړي مقام لپاره ۱۰۰ زره ډالر او دویم مقام ته بیا ۵۰ زره ډالر وو.
  • د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ۵ زره ډالر وو.

ژباړه او راټولونه:

روح الامین نیازی