د ۲۰۱۸ کال د ډيسمبر کرکټ کې کوم لوبډلو بریاوې او کومو لوبډلو ماتې وخوړې؟

ثناء ګل ګلزار

۲۰۱۸ کال د اسټرالیا، پاکستان او سریلانکا په ماتو؛ خو د هند، افریقا او نیوزیلینډ په بریاوو سره پای ته ورساوه. د کرکټ په ډګر کې ۲۰۱۸ م کال په وروستۍ ډیسمبر میاشت کې د اسټرالیا، پاکستان او سریلنکا په ماتو، خو د هند، جنوبي افریقا او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو روان سفرونه په بریاوو سره مل پای ته ورسید.
که څه هم د ۶ واړو لوبډلو د سیالیو روانې لړۍ یا سیریزونه لا هم دوام لري، خو پاتې لوبې به یې په ۲۰۱۹ م کال کې پيل کیږي.
د ټیسټ کرکټ په وروستیو سیالیو کې کوربه اسټرالیا له هندوستان، سریلنکا له نیوزیلینډ او پاکستان له جنوبي افریقا لوبډلې څخه ماتې وخوړې او وروسره دغه کال هم پای ته ورسید.
په نیوزیلینډ کې د سریلنکا او کوربه لوبډلې نیوزیلیڼد ترمنځ د دوه ټیسټ لوبو سیریز د نیوزیلینډ په بریا سره پای ته ورسید، خو لا هم په روان سفر کې درې ۵۰ اوریزه او یوه ۲۰ اوریزه سیالي پاتې، خو د کوربه اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د ۳ ټیسټ لوبو وروسته وروستۍ څلورمه ټیسټ او درې ۵۰ اوریزه لوبې لا هم پاتې دي.
بلخوا په جنوبي افریقا کې د پاکستان او افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۱۱ لوبو د لړیو یواځې لمړۍ ټیسټ لوبه ترسره شوه، چې پکې د پاکستان په ماته پای ته رسیدلې او پاتې دوه ټیسټ، ۵ یو ورځینۍ ۵۰ اوریزه او درې ۲۰ اوریزه لوبې به د فیبرورۍ میاشتې تر ۶ مې نېټې پورې دوام وکړي