وسیم خان: پاکستان ته د بنګله دیش سفر دواړو لوبډلو ته ګټه رسوی

ولید (خپلواک)

اجرایوي مشر وسیم خان وړمه ورځ له رسنېو سره وویل:  ((دا د دواړو بورډونو لپاره یوه ګټونکې پایله ده، بنګله دېش باید پاکستان ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې بنګله دیش او پاکستان څه موده مخکي پر دغه موضوع سره جنجال کې و چې باید بنګله دیش د یو اوږد سفر لپاره پاکستان ته لاړ شي، خو بنګله دیش کرکټ بورډ یې په ځواب کې وویل: ((مونږ هیڅ داسی سفر پاکستان ته نه کوو چې هغه ډېر اوږد وي.))

 د دواړو لوبډلو په منځ کې د هندوستان د بي سی سي آی مشر او د (آی سی سي) مشر(شانک منوهر) یوه داسې پرېکړه وکړه چې دواړو لوبډلو ته د منلو وړه ده.

 بنګله دیش کرکټ لوبډله به پاکستان ته د درې شل اوریزه لوبو لپاره لومړۍ سفر د جنورۍ په ۲۴ ڼېټه وکړي او خپله لومړۍ سیالۍ به د همدې میاشتې په ۲۴ نېټه په لاهور کې وکړي.

 دوهمه لوبه به د جنورۍ په ۲۵ نېټه او دريمه شل اوریزه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۷ نېټه ترسره کړي.

 بیا به بنګله دیش کرکټ لوبډله خپل هیواد ته سفر وکړي، د دی څخه ورسته به بیا بنګله دیش کرکټ لوبډله پاکستان ته د یوټیسټ لپاره د فبرورۍ په ۷ مه نېټه راشي او په راهول پینډۍ کې به دغه ټیسټ لوبه ترسره کړي. بنګله دیش به یو ځل بیا خپل هیواد ته سفر وکړي او د اپریل په درېمه نېټه به بیا د پنځوس اوریزه لوبو لپاره پاکستان ته راشي.

 بنګله دیش او پاکستان به د پنځوس اوریزه سیالیو څخه ورسته خپله ورستۍ ټیسټ لوبه د اپریل د میاشتې په پنځمه نېټه په کراچۍ ښار کې ترسره کړي

 دوه ټیسټ میچونه به د آی سي سي پوري تعلق ولري او د نړیوالو اتلوالیو یوه برخه به وي.

د پی سی بی رییس احسان مانی وویل: ((زه د کرکټ نړیوالې شورا د رئیس (شانک مونهر) څخه مننه کوم، چې یو ځل بیا یې پاکستان د دی جوګه و ګرځاوه چې نړیوالي ټیسټ لوبې پکې ترسره شي.))