پروین ټمبي په راتلونکي آی پي ایل کې نه لوبیږي

 ولید (خپلواک)

 د هندوستان وتلي سپینر باولر( پروین ټمبي) به په راتلونکي آی پي ایل سیالیو کې ونه لیدل شي.

 د ورستېو معلوماتو له مخي (ټمبي) د هندوستان د بي سي سي آی تګلارې زیانمني کړي دي، پرته له دی چې په رسمي ډول یې د تقاعد اعلان وکړي.

 د آی پي ایل نوي رییس (بریجش پټیل) د ټمبي د نه وړتیا په اړه وویل:

(( ټمبي تر ټولو پخواني لوبغاړی شو چې د هندوستان په پریمیرلیګ کې لوبیږي، هغه تر اوسه پوري د راجستان رایلز،  کجرات لاینز، او حیدراباد لپاره لوبیدلی دی.))

 تر اوسه یې په آی پي ایل کې ۲۸ ویکټې ترلاسه کړې چې ۱۵ یې په ۲۰۱۴ م کال کې اخیستې دي، پر دغه وخت کې یې د راجستان رایلز په ګټه لوبېده.

 پروین ټمبي په ۲۰۱۳ م کال کې د هندوستان کورني کرکټ لیګ ته راستون شو. بي سی سي آی  دا نه ده روښانه کړې چې ټمبي په کوم دلیل له لوبې کینول شوی دی، خو فقط لنډ یې نظر ورکړی چې هغه د بي سي سي آی له کړنو څخه سرغړونه کړې ده.

 ټمبي په ۱۹۷۱ م کال کې د هندوستان په ممبیۍ کې زیږدلی دی، اوس مهال ۴۸ کال عمر لري او خپله لومړۍ سیالۍ یې په ۲۰۱۳ م کال کې د راجستان رایلز لپاره وکړه، نوموړی سوکه لیګ سپینر باولر دی.