د هند ۴۸ کلن پروین ټمبي په سي پي ایل لیګ کې اخیستل شوی

ولید ( خپلواک )

 د هندوستان هیواد د کرکټ د لوبو سوکه توپ اچونکی پروین ټمبي هم په کرابین لیګ کې د ټرینباګو نایټ رایډرز لوبډلې چې ملکیت یې د شاروخان په غاړه دی واخیستل شو.

پروین هغه لوبغاړی دی چې په ۴۱ کلنۍ کې یې د هندوستان په تجارتي سیالیو کې ګډون وکړ.

نوموړی د ممبیي انډينز لوبډلې لپاره په آی پي ایل سیالیو کې لوبیدلی، ټمبي څو میاشتې وړاندې د هندي لیګ څخه بي برخې شو، او اوس لومړی هندی لوبغاړی شو چې په کرابین لیګ کې واخیستل شو.

دا لا نده روښانه شوې چې پروین ټمبي به په کرابین لیګ کې د سیالیو د لوبیدو اجازه ترلاسه کړي اوکنه؛ ځکه هندوستان کرکټ بورډ او د بي سي سي آی کمېټه هیڅ کوم لوبغاړي ته اجازه نه ورکوي چې په بهرنیو لیګونو کې ولوبیږي.

یاده دې وي چې د ټمبي سره په لوبډله کې راشد خان ارمان، مارکس سټونیس او راس ټیلر هغه لوبغاړي دي چې یو څه له کافي تجربو څخه برخمن دي.

د ویسټ انډيز کرابین لیګ د اګسټ په ۱۹ ڼېټه پیلیږي او د سيپټمبر تر ۲۶ ڼېټې به دوام وکړي.