د پاکستان پي ایس ایل غوره لیګ سیالېو ته ۲۴ پښتانه لوبغاړي اخیستل شوي

ــ تاند

د پاکستان د کورني کرکټ پي ایس ایل سیالۍ چې د یاد هېواد غوره لیګ بلل کیږي او سږ کال یې د تجارتي سیالېو څلورم پړاو پېأ کړی، له بېلابېلو لوبډلو څخه یې ۲۴ پښتانه لوبغاړي خپلو لوبډلو ته ټاکلي، څو په یاد لیګ کې سیالۍ ترسره کړي.
په یاد لیګ کې تر ټولو ډېر پښتانه لوبغاړي چې تعداد یې ۶ ته رسیږي، د (کوېټه ګل‌‌‌‌‌‌ډيیټرز) لوبډلې له لورې اخیستل شوي دي. انور علي، احمد شهزاد، محمد اصغر، نواز خان، جلات خان او د پېښور ځوان لوبغاړی نسیم شاه شامل شپږ هغه لوبغاړي دي، چې د کویټه ګلډییټرز لوبډله کې به ولوبیږي.
په دوهم قدم کې بیا زیات لوبغاړي چې تعداد یې ۵ ته رسیږي، د (کراچي کنګز) نومې لوبډلې له لورې اخیستل شوي دي. سهیل خان، محمد رضوان، عثمان شنوارۍ او افتحار احمد به د کراچۍ کنګز لوبډله کې ولوبیږي.

په دریم قدم کې بیا د (پېښور زلمی) لوبډله کې ۵ پښتانه لوبغاړي لوبیږي، چې سمین ګل، سمیع الله اپرېدي، خالد عثمان او ځوان نبي ګل ته ځای ورکړل شوی.
په څلورم قدم کې بیا د (لاهور قلندر) لوب‌‌‌‌‌‌ډله کې ۳ پښتانه لوبغاړي او همدارزا د (ملتان سلطان نومي) لوب‌‌‌‌‌‌ډلې ۴ پښتانه لوبغاړي لوبو ته غوره کړي دي.


د یاد لیګ د تېر کال سیالیو اتلې لوب‌‌‌‌‌‌ډلې اسلام اباد یونائټډ یوازې ۲ پښتانه لوبغاړي اخیستي چې پکې ځوان محمد موسی خان او د افغانستان کرکټ چپ لاسی ورو توپ اچونکی ظاهر خان شامل دي.
د “پي اېس اېل” څلورم پړاو کې دا ځل ۳۴ لوبې ترسره کیږي چې له دې ډلې به ۲۶ لوبې په متحدو عربي اماراتو او وروستۍ ۸ لوبې به په پاکستان کې وشي.


په دې ۸ لوبو کې درې لوبې په لاهور او ۵ لوبې په کراچۍ کې کېدونکې دي.
د سیالیو پایلوبه هم په کراچۍ کې پلان شوی ده او لکه د تېر کال په څېر ویل کېږي چې کلک امنیتي تدابیر ورته په پام کې ونیول شي.