په لاليګا ليګ کې نن څلور لوبې ترسره کيږي

احمد مسعود

لومړی لوبه نن ماپښين پر 4:30 دقیقې د سلتاويګو فوټبال ټيم د لوانته فوټبال ټيم سره ميدان ته کښته کيږي.
دليک د نمرو په جدول کې د لوانته فوټبال ټيم په 27 نمرو سره په څوارلسم ځای کې دی او سلتاويګو فوټبال ټيم په 23 نمرو سره شپاړسم ځای کې دی.

دوهمه لوبه نن شپه پر 7:45 دقیقې د اتلتيکومادريد فوټبال ټيم او رائووايکانو فوټبال ټيم ترمنځ شروع کيږي. د ليګ دنمرو په جدول کې د اتلتيکومادريد فوټبال ټيم په 44 نمرو سره په دريم ځای کې دی او رائووايکانو فوټبال ټيم په 23 نمرو سره په اتلسم ځای کې دی.

دريمه لوبه کې نن شپه پر 10:00 بجي د رئال سوسيداډ فوټبال ټيم د لګانس فوټبال ټيم سره مخامخ دي. د ليک د نمرو په جدول کې رئال سوسيداډ په 31 نمرو سره په نهم ځای کې دی. لګانس بيا په 29 نمرو سره په يولسم ځای کې دی.

څلورمه لوبه کې نن شپه پر 12:15 دقیقي د بارسلونا فوټبال ټيم د رئال وايادوليد فوټبال ټيم سره ميدان ته کښته کيږي.
د ليګ د نمرو په جدول کې د بارسلونا فوټبال په 51 نمرو سره په لومړي ځای کې ده او رئال وايادوليد فوټبال ټيم په 26 نمرو سره په پنځلسم ځای کې قرار لري.