په بېګ باش لیګ کې د محمد نبي لوبډله پایلوبې ته لاره وکړه

ـــ تاند

د اسټرالیا د کورني کرکټ تجاري سیالۍ چې د یاد هېواد لپاره حیاتي ارزښت لري او د بېګ باش په نامه غوره لیګ ته هر کال له بېلابېلو هیوادونو د کرکټ پیاوړي لوبغاړي پيري، سږ کال یې د افغانستان کرکټ لوبډلې څخه درې پياوړي افغان لوبغاړي واخیستل او په بېلابېلو لوبډلو کې یې ولوبول.

افغان لوبغاړی محمد نبي په نړیواله کچه ستایل کیږي

محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن چې په مجیب ځدراڼ هم شهرت لري، د بېګ باش لیګ په بېلابېلو سیالېو کې ولوبېدل. افغان لوبغاړو په یاد لیګ کې ډېرې ښې لاسته راوړنې ولرلې او د یاد لیګ څخه یې ډېر څه لاسته راوړل.

اوس په یاد لیګ کي د محمد نبي لوبډلې پاينل ته لاره پیدا کړې ده، چې په پاینل لوبه کې سبا سهار میلبورن سټار او میلبورن رینګیډز لوبډلې سره مخ کیږي.
دا ورستۍ لوبه به سبا سهار اته بجې او ۱۵ دقیقې د کابل پر وخت پیل شي.

د یادونې ده چې محمد نبي د خپلې لوبډلي سره مخکې مخه ښه کړې وه او اوس د ایرلینډ پر وړاندې په هرداون ښار کې په تمرین بوخت دی.