مس عینک اتلانو خپله باتوري څرګنده کړه، نن یې د شپږیزې پایلوبې ته لاره پېدا کړه

رحمن الله ګربز، نور علي ځدراڼ او احسان الله جنت په زړه پورې توپوهنه ترسره او د مس عينک اتلانو لوبډله يې پايلوبې ته ورسوله. په لومړۍ کواليفاير لوبه کې مس عينک اتلانو د بند امير ښامارانو ته په ۷ ويکټو ماته ورکړه.

د شپږيزې کرکټ ليګ په لومړۍ کواليفاير لوبه کې د پاراګان بند امير ښاماران او د وزيرزي مس عينک اتلان لوبډلې مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه د بند امير ښامارانو لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د بند امير ښامارانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې افسر ځاځي ۵۶ ناسوځېدلې، عمران جنت ۴۴ او راشد خان ۲۶ منډې وکړې. د مس عينک اتلانو له لوري شرف الدين اشرف ۳، نوين الحق او محمد نبي ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۵۸ منډو هدف د مس عينک اتلانو لوبډلې په ۱۹.۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۷ ويکټو يې د بند امير ښامارانو لوبډلې ته ماته ورکړه. د دوی له ډلې رحمن الله ګربز ۸۰، نور علي ځدراڼ ۴۴ ناسوځېدلې او احسان الله جنت ۳۶ منډې وکړې. د بند امير ښامارانو له لوري جاوېد احمدي ۱ ويکټ ترلاسه کړه. د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه رحمن الله ګربز ترلاسه کړه، چې د ۸۰ منډو په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه. د بند امير ښامارانو لوبډله پايلوبې ته د تګ لپاره يو بل چانس هم لري، هره هغه لوبډله چې په ايليمينېټر لوبه کې بريا خپله کړي، د بند امير ښامارانو لوبډله به ورسره په دويمه کواليفاير لوبه کې مخامخېږي.