په شپږیزه کرکټ غوره لیګ کې مس عینک اتلانو پرلپسې دوهمه بریا خپله کړه

مس عينک اتلانو پرلپسې دويمه بريا هم خپله کړه

د وزيرزي مس عينک اتلانو له لوري نور علي ځدراڼ او رحمن الله ګربز ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره او خپلې لوبډلې ته يې بريا ور په برخه کړه.

د وزيرزي مس عينک اتلانو لوبډلې په خپله دويمه لوبه کې د پاراګون بند امير لوبډلې ته په ۹ منډو ماته ورکړه او په روانو سياليو کې يې دويمه بريا خپله کړه، همدا راز د پاراګون بند امير ښامارانو لوبډلې خپله دويمه لوبه هم وبايلله.

د شپږيزې کرکټ ليګ څلورمه لوبه د کابل لوبغالي کې سهار ۹ بجې د وزيرزي مس عينک اتلانو او د پاراګون بند امير ښامارانو لوبډلو ترمنځ پيل شوه. په پيل کې پچه د مس عينک اتلانو لوبډلمشر محمد نبي وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه. مس عينک اتلانو له لوري د پيل توپوهونکو نور علي ځدراڼ او رحمن الله ګربز د ۱۳۴ منډو ملګرتيا وکړه او د خپلې لوبډلې هدف يې ډېر قوي کړ. د دوی ملګرتيا د شپږيزې کرکټ لیګ د تاريخ دويمه لويه ملګرتيا وه.

مس عينک اتلانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې نور علي ځدراڼ ۷۷، رحمن الله ګربز ۵۶ او طارق ستانکزي ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ۱۹۳ منډو د هدف په تعقيب کې د بند امير ښامارانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې شوکت زمان ۵۴، جاوېد احمدي ۴۱ او ناصر جمال ۳۹ منډې وکړې.

د مس عينک اتلانو له لوري نوين الحق، محمد نبي، يمين احمدزي او نور احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه. د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور علي ځدراڼ ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې په زړه پورې توپوهنه وکړه او ۷۷ منډې يې ترلاسه کړې.

د يادولو ده چې نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه په کابل لوبغالي کې د کابل بازانو او سپين غر زمريانو ترمنځ د شپږيزې کرکټ ليګ ۵مه سيالي پېل شوې ده، ددې سیالۍ ټکټ يې وړیا دی. ددې سیالۍ په دوام کې کابل بازانو د سپين غر زمريانو ته ۱۳۰ منډې هدف وټاکه. د شپږيزې کرکټ ليګ په دې پنځمه سيالۍ کې د کابل بازانو لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې کريم جنت ۴۵ او اصغر افغان ۱۶ منډې وکړې. د سپين غر زمريانو له لوري کريم صادق ۳، حميد حسن او شاهدالله کمال ۲-۲ او ظهير خان ۱ ويکټ ترلاسه کړه.