په ګرېډ ون سیالیو کې د ننګرهار لوبډلې لومړۍ بریا خپله کړه

خان وزیر عابد

نن د هېواد په دوو ولایتونو خوست او ننګرهار کې د ۸ لوبډلو ترمنځ لومړۍ درجه ګرېډ ون یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیل شوې، چې د ننګرهار لوبډلې د ۷۷ منډو په توپیر د کابل لوبډلې ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه.

د کابل لوبډلې په دې سیالۍ کې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، ننګرهار لوبډلې په لومړۍ توپ وهنه کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو پنځوسو اورونو کې کابل ته د ۲۷۸ منډو هدف وټاکه.

د ننګرهار لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیری منډې نجیب الله ترکي جوړې کړې، نوموړي په دې سیالۍ کې د خپلې لوبډلې لپاره ۷۷ منډې وکړې، دغه راز شوکت زمان هم ۶۱ منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د کابل لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې نجات مسعود درې مهم لوبغاړي وسوځول، دغه راز میرویس هم درې لوبغاړي
له مخې پورته کړ چې هدف یې لوړوالي ته پرېنښود.

د کابل لوبډلې په ټول تړان سره ټاکل شوی د ۲۷۸ منډو هدف پوره نکړ، د دوی ټوله لوبډله په وروستیو اورونو کې په ۲۰۰ منډو باندې وسوځېده او دغه سیالي یې د ۷۷ منډو په توپیر سره ننګرهار ته بایلوده.

د کابل لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې ۶۳ منډې محمد سردار جوړې کړې، ورسره امان رفیقي ۳۲ منډې وکړې ،خو لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.

د ننګرهار لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې درې چټکو ځوانو توپ اچوونکو فرهاد مومند، ولي اغا سیدي او احسن خان درې – درې لوبغاړي له مخې پورته کړل چې په بریا کې ښه رول ولوبوه.

د غه راز په دې سیالۍ کې د ننګرهار لوبډلې لپاره ځوان چټک توپ اچوونکي احسن خان په ګرېډ ون سیالیو کې هټریک هم په خپل نوم ثپت کړ، نوموړي نن په دریو توپونو درې پرله پسې لوبغاړي وسوځول.

دا سیالۍ د ۷۷ منډو په توپیر سره د ننګرهار لوبډلې وګټله او د لوبې غوره لوبغاړی نجیب ترکی اعلان شو هغه نن ۷۷ منډې جوړې کړې وې.

د یادولو ده په ګرېډ ون سیالیو کې ټولې اته لوبډلې برخه لري، چې په دې کې څلور لوبډلو کابل، ننګرهار، خوست او پکتيا د چېنلج کپ ولايتي سياليو لومړي پړاو او کندهار، بلخ، لوګر او هرات د دويم پړاو څخه ګرېډ ون سياليو ته لار پېدا کړې ده.