افغان لوبډلې په ایمرجینګ جام سیالیو کې خپله لومړۍ سیالي پاکستان ته بایلوده

 په اسیا کپ کې د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه کې پاکستان لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

 د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه. افغانستان ۴۲٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او پاکستانۍ لوبډلې ته يي د ۱۳۹ منډو اسانه هدف وټاکه.

افغانستان لپاره منیر احمد په ۷۱ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره د نورو په پرتله ښه وځلېد. عبدالمالک په ۳۸ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۵، بهیر شاه په ۳۲ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۷، شاهدالله په ۲ توپونو صفر، سمیع الله شینواري په ۱۶ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۱، وحیدالله شفق په ۴۰ توپونو ۱۶، عظمت الله په ۵ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۴، عبدالواسع په ۷ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۵، نجات مسعود په ۸ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۶ او وفادار مومند په یو توپ یوه منډه جوړه کړه.

پاکستان لپاره محمد محسن خان ۵، احمد بټ او خوشدل شاه دوه دوه او عمر خان یوه وېکېټه واخیسته. ځوابي توپ وهنې کې پاکستانۍ لوبډلې ۳۵٫۳ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۲ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په اتو وېکېټو وگټله. پاکستان لپاره روهېل نذیر په ۷۳ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۳ او سعود شوکت په ۴۸ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۳۰ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

افغانستان لپاره نجات مسعود او عبدالواسع یوه یوه وېکېټه واخیسته.