په يو ګول ۹۰ زره ډالره؟
احمد مسعود
د عراق فوټبال ملي ټیم تېر ماښام شپږ نيمي بجې د ايران فوټبال ملي ټیم په وړاندې ولوبېد
د دواړو ټيمونو ترمنځ لوبه د اردون هيواد امان ښار په نړيوال لوبغالي کي دا سیالي ترسره شوه، دا لوبغالی د ۲۵ زره ليدونکو د ځايولو ظرفيت لري او د لوبې د امنيت لپاره ۳۳۵۰ امنتي ساتونکي ګومارل شوي و.
دا چي د ايران او عراق ترمنځ لوبه سياسي کشاله هم لري، د عراق هيواد يوه سوداګر تيره ورځ اعلان کړی و، د عراق فوټبال ملي ټيم هر هغه لوبغاړی چې پر ايران ګول وهنه وکړي هغه ته به د ۹۰ زره ډالرو په ارزښت يو اپارتمان د عراق په مرکز بغداد کې ورکړي.