په یوه ډېره مهمه سیالۍ کې افغان فوټبال لوبډله شپږ نیمې بجې د هند پر وړاندې

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبه د پلازمېنې کابل پر وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو پیل شي.
دغه لوبه د افغان لوبډلې په کوربه توب د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره کېږي.
دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره کیږي، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان څلورمه لوبه ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چي افغان لوبډله تېره شنبه تاجکستان ته تللې او د ښه چمتوالي په موخه ئې څو ورځني تمرینونه ترسره کړي.
افغانستان په دې سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه قطر ته ۶ پر ۰ وبایلله، په دوهمه لوبه کې یې بنګله دېش ته ۱ پر ۰ ماته ورکړه، خو په درېیمه لوبه کي یې بیا د عُمان څخه ۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.
ټاکل شوې افغان لوبډله تر هند وروسته په دې ټورنمنټ کي خپله پنځمه لوبه راتلونکې سې شنبه د قطر هېواد په وړاندي ترسره کړي