د هند او افغان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ ډېره مهمه سیالي مساوي شوه

د فوټبال د ۲۰۲۲ نړیوال جام او د ۲۰۲۳ اسیا جام ته لار موندنې لپاره افغانستان د هندوستان په وړاندې لوبه ترسره کړه چې دغه لوبه مساوي پای ته ورسېده. لوبه د کابل په وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوه.

د لوبې لومړۍ نیمايي کې هېڅ یوې لوبډلې د گول په وهلو بریالۍ نشوه، خو د لومړۍ نیمايي اضافي وخت په لومړۍ دقېقه کې ذوالفقار نظري د افغانستان لپاره د گول په وهلو بریالی شو.

د اضافي وخت پاتې شیبو کې کوم گول ونه وهل شو او په دې ډول د لوبې لومړۍ نیمايي ۱ – ۰ توپیر سره د افغانستان په گټه پای ته ورسېده.

د لوبې دوهمه نیمايي هم د افغانستان په گټه پای ته ورسېده، خو د نوي دقېقې بشپړېدو څخه وروسته لوبڅارانو پنځه دقېقې اضافي وخت اعلان کړ. د اضافي وخت درېیمې دقېقې کې هندوستان لپاره سېملېن ډنجل د گول په وهلو بریالی شو او لوبه يي بېرته مساوي کړه.

د اضافي وخت پای ته رسېدو پورې هېڅ لوبډلې د بل گول په وهلو بریالۍ نشوه او په دې ډول دغه لوبه ۱ – ۱ مساوي پای ته ورسېده.