د پیرو او یوروګوای ترمنځ سیالي ۱-۱ مساوي شوه، نور هم شته

د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د یورګوای او پیرو ترمنځ لوبه کې د لوبې په ۳۴مه دقیقه کې پیرو لوبډلې ته ګونزالیز ګول وکړ او لومړۍ نیمایي د پیرو په ګټه وه.
د دویمې نیمایي په ۸۰یمه دقیقه کې یوروګوای ته نونیز ګول وکړ او لوبه یو په یو مساوي شوه.
یوروګوای لوبډلې په وروستیو شپږ لوبو کې تر اوسه ماتې نه ده خوړلې، درې یې ګټلي او درې یې بایللي دي.
خو پیرو لوبډلې په خپلو وروستیو شپږ لوبو کې درې بایللي، دوه یې ګټلي او یوه یې مساوي شوې ده.

چین هیواد کې د دریو هیوادونو د پوهنتونونو نولس کلنو کرکټ لوبډلو لوبې تر سره کیږي، یاد لوبلړ کې افغانستان، پاکستان او چین هیوادونه لوبیږي.
په همدې موخه د افغانستان د پوهنتونو د کرکټ نولس کلنه لوبډله یاد هیواد ته روانه شوه او د چین او پاکستان پر وړاندې به د لوبو ډګر ته ووځي.