د افغانستان او تاجکستان تر منځ سیالي مساوي اعلان شوه او کرام الدین کریم د تل لپاره له دندې ګوښه شو

 تاند – د افغانستان او تاجکستان د لوبډلو ترمنځ د دې لوبې لومړۍ نیمایي له ګول وهلو پرته مساوي وه، خو د دویمې نیمایي په ۷۲یمه دقیقه کې د افغانستان لپاره حیدري ګول وکړ.

تاجکستان لوبډله په ۸۸یمه دقیقه کې په وهلو بریالۍ شوه او لوبه په همدې ترتیب یو- یو مساوي پای ته ورسېده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په تېرو څلور لوبو کې یې یوه هم افغان لوبډلې نه ده ګټلې او ټولې تاجکستان ګټلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان فوټبال فدراسيون پخوانی رييس کرام الدين کريم د تل لپاره له فوټبال اړوند چارو ګوښه کړای شو.

په هغه خبرپاڼه کې چې د فوټبال د نړېوال فدراسیون له لوري خپره شوې راغلي، ښاغلي کریم تر دې وروسته نشي کولای د فوټبال په چارو کې مداخله وکړي.

په ورته مهال یاد فدراسيون په جنسي زور زیاتي تورن د فوټبال دا پخوانی مشر په شاوخوا اتیا میلیونه افغانۍ جریمه کړی دی.

د ښاغلي کریم د جنسي ځورونې دوسیه د افغانستان له لویې څارنوالۍ له لوري هم تر څېړنو لاندې ده چې له مخې یې ممنوع الخروج اعلان شوی دی.