بارسلونا کلب خپل پخوانی روزونکی والورډي له دندې ګوښه او پر ځای یې کیکي سټین معرفي کړ

محمود خان منندوی

د بارسلونا کلب خپل پخوانی روزونکی والورډي د ضعیفو پایلو په خاطر له دندي ګوښه کړ او پر ځای یي کیکې سیټین سمدستي معرفي کړ.

کیکې سیټین اوس 61 کلن دی او د بارسلونا کلب د تاریخ شپیتم روزونکی دی.

 مونډو ډیپورټیوو ورځپاني په یوه خبر کې ویلي دي، چې د بارسلونا د نوي روزونکې کیکې سیټین د معرفي کېدو او قرارداد امضاء کولو په مراسمو کې ۲ قرارداد وکړي.

د سیټین په اړه جالب مالومات:

لومړی: هغه فوټبال د ساحلي فوټبال څخه شروع کړ او د هسپانیا د ساحلي فوټبال لوبډلي له پاره هم لوبیدلی دی.

دوهم: کله چې سیټین د راسینګ سانټانډر روزونکی وو، هغه ته یي د ” ال مائسټرو” ( استاد) لقب ورکړی و او په دې کلب هغه د بریالي دوران په خاطر د دې کلب د ستورو څخه یادیږي. هغه په دوو وختونو کې او په مجموع کې په 12 فصلونو کې د سانټانډر کلب له پاره ولوبیدئ او په 2001/02 فصل کې د دې کلب روزونکی شو.