د شهزاد محمدي دا نا ویلې خبرې ژړول کوي

ــ تاند

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی اوپنر لوبغاړی محمد شهزاد محمدي چې له کلونو راهیسې یې د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې لپاره د کرکټ په بېلابېلو فارمټونو کې برخه اخیستې، نن له ډېرو ناویلو پرده پورته کړه.

شهزاد چې نن یې د طلوع نیوز سره خپلې خبرې کولې، وویل: په صحت روغ، جوړ یم، خو کرکټ بورډ راته وايي، چې ته لاړ شه او آرام وکړه. شهزاد وايي د تېرې ورځې لوبې چې له نیوزیلنډ سره مو درلوده هم زه ورته چمتو وم، خو کرکټ بورډ راته وايي چې ته آنفېټ یې  او لوبه نه شې کولای.

شهزاد دغه راز د خبریال یوه حیرانوونکې پوښتنه ځواب کړه، ترې ویې پوښتل، ته ولې په کرکټ دننه د لوبغاړو، بورډ او د کرکټ نورو مسوولینو نه خوښېږې؟ وویل: زه د چا چاپلوسي نه کوم، نه مې کړې او نه یې بیا کوم.

شهزد دغه راز وویل: ۶ کلن زوی لرم، تر اوسه مې ورسره ۴ میاشتې هم نه دي تېرې کړي، او د ژوند ډېره برخه کې کرکټ ته ورکړې، خو بیا هم را باندې د کرکټ مینه وال او مسوولین بې دلیله تورونه لګوي.

له شهزاد بیا وپوښتل شول، تاسې د پاکستان خلاف ولې خپله له سیالۍ کښېنول شوئ، یعنې ولې مو میدان پرېښود؟ نوموړي وویل: زما پښه کې له پخوا درد و، هغه وخت مې په توپ پسې پښه واووښته؛ او درد مې احساس کړ، بیا مې حضرت ځاځي ته وویل چې منډه نه شم وهلای، که وسوځېږم، په لوبډله فشار راځي، که لاړ شم او کښېنم ګټه کوي.

شهزاد په دې مرکه کې زیاته کړه: ګلبدین را باندې نیوکه کوي، وايي ته توپ نیونه نه شې کولای، شهزاد وايي چې ما ورته ویل، زه خو شاپور ځدراڼ هم نه یم چې له سر مې ډېر پورته توپونه را ونیسم، خو بهانې یې راته جوړولې او له نړیوال جام یې بهر کولم.

شهزاد وویل چې دا مې ارمان و، څو ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې ولوبېږم، خو هلته هم راته دسیسه جوړه شوه، اوس په دې سږ جام کې هم راته داسې دسیسه جوړه شوه چې ما یې فکر هم نه کولو، او اوس به زه د ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام لپاره د خپلو ملګرو او کرکټرانو سره مشوره کوم، څو څه وکړم؟ خو ارمان مې له خاورو سره خاورې شو.

یاده دې وي چې شهزاد د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپوهونکی او ویکټ ساتونکی دی، د نوروز منګل، محمد نبي، کریم صادق او اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې یې د ملي لوبډلې لپاره ډېرې لاسته راوړنې لرلي او په لوبډله کې یې د پام وړ هڅوونه کړې ده، اوسمهال کرکټ بورډ د نوموړي پر ځای اکرام علي خیل د توپوهنې او ویکټ ساتنې لپاره ګمارلی دی.