نړیوال جام؛ افغانستان او نیوزیلنډ مخامخ دي

د کرکټ د ۲۰۱۹ د نړیوال جام سیالیو په دوام کې نن /شنبه/ افغانستان له نیوزیلنډ سره مخامخ کېږي.

دا په روان جام کې د دواړو ټیمونو لپاره درېمه مسابقه ده خو په دې توپیر چې افغانستان خپلې لومړۍ دوې پر استرالیا او سریلانکا بایللي خو نیوزیلنډ دواړه مسابقې ګټلي دي.

له همدې کبله د نیوزیلنډ‌ پخوانی کیپتان دانیل ویتوري فکر کوي چې افغانستان ته ماتې به د نیوزیلنډ لپاره ګرانه نه وي.

حاضردمه نیوزیلنډ د کرکټ د نړیوال جام سیالیو د جدول په سر کې دی. که څه هم استرالیا هم دواړه مسابقې ګټلي خو د نیوزیلنډ د منډو اوسط یا رنز رېټ لوړ دی.

نیوزیلنډ سریلانکا ته په لس ویکټونو ماتې ورکړې او بنګله دېش یې د چهارشنبې په ورځ مات کړ.

په همدې حال کې د افغانستان کرکت بورډ ویلي چې شهزاد محمدي د روان نړیوال جام په راتلونکو مسابقو کې نه شي لوبېدای ځکه چې زنګون یې ژوبل شوی دی.

شهزاد د استرالیا او سریلانکا په وړاندې په تېرو دوو مسابقو کې برخه لرله. د ده پر ځای به اکرام علي خېل د افغانستان د ټیم ویکټ کیپري وکړي.