په نړیوال جام کې به افغانستان د استرالیا لومړنی سیال وي

تاند- د کرکټ د نړیوال جام د تېرو سیالیو اتله استرالیا به د ۲۰۱۹ په اتلولیو کې له افغانستان سره مخامخ شي.

د افغانستان او استرالیا مسابقه به د ۲۰۱۹ د جون په لومړۍ نېټه د انګلیستان یا انګلنډ د بریسټول په کاونټي میدان کې وي.

دا مسابقه به د استرالیا لپاره د دې اووه اوونیز تورنمنټ د ۹ مسابقو لومړۍ وي.

دا به په تېرو ۲۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې د نړیوال جام مسابقې په انګلیستان کې کېږي.

په ۱۹۹۹ م کال په انګلیستان کې د نړیوال جام مسابقې شوې وې او په پایلوبه کې یې استرالیا پاکستان ته ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۹ د نړیوال جام مسابقې به د کوربه هیواد انګلیستان او جنوبي افریقا ترمنځ د مې په ۳۱ نېټه د لندن په اوفل لوبغالي کې پیل شي.

د استرالیا دوهمه سیالي به د جون په ۶ مه له ویست انډیز، درېمه د جون په ۹ له هند، څلورمه د جون په ۱۲ له پاکستان، په ۱۵ مه له سریلانکا، په ۲۰ مه له بنګله دېش، په ۲۵ مه له انګلنډ، په ۲۹ له نیوزیلنډ، د جولای په ۶ مه له جنوبي افریقا سره وي.

د څلورو لوبډلو ترمنځ به نیمه پایلوبه د جولای په ۱۴ مه وي.

Australia at World Cup 2019:

June 1: Afghanistan at Bristol (D/N)

June 6: West Indies at Trent Bridge,

June 9: India at The Oval

June 12: Pakistan at Taunton

June 15: Sri Lanka at The Oval

June 20: Bangladesh at Trent Bridge

June 25: England at Lord’s

June 29: New Zealand at Lord’s (D/N)

July 6: South Africa at Old Trafford (D/N)

July 9: First semi-final (1 v 4) at Old Trafford

July 11: Second semi-final (2 v 3) at Edgbaston

July 14: Final at Lord’s