راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۱۹ منډې ورکړې

تاند- راشد خان د هند په غوره لیګ یا پریمر لیګ کې پرون /پنجشنبه/ له یوې خوا د حیدراباد سن رایزر لوبډله د پنجاب ۱۱ کینګز په وړاندې بري ته ورسوله او له بلې خوا یې له کریس ګیل څخه غچ واخیست.

په دې سیالۍ کې، چې د حیدراباد په اندرا ګاندي لوبغالي کې وشوه، راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول.

راشد خان په دې سیالۍ کې له کریس ګیل څخه د تېرې سیالۍ غچ واخیست. په تېره سیالۍ کې /پریل ۱۹/ کریس ګیل پر راشد خان ۳ شپږیزې وهلې وې.

خو دا ځل راشد په ټولو ۴ اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

په ټویټر کې ګڼو خلکو راشد د ښې لوبې په خاطر ستایلی دی.

2 2