افغانستان او امارات؛ راشد خان ۵ لوبغاړي وسوځول

تاند- د کرکټ نړیوال جام د غوراوي لپاره د شپږ غوریزو په سیالیو کې افغانستان نن له متحده عربي اماراتو سره مخامخ دی.

پچه متحده عربي اماراتو وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي.

پرون ویست انډیز کوربه هیواد زیمبابوې ته په ۴ ویکټونو ماتې ورکړه او د یکشنبې په ورځ آیرلنډ سکاټلنډ ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه.

نن افغان لوبډلې د متحده عربي اماراتو ټول لوبغاړي په ۴۳ اوور کې په داسې وخت کې وسوځول چې ټولټال یې ۱۷۷ منډې کړي دي.

راشد خان ۵، دوالت ځدراڼ ۳، محمد نبي یو او مجیب الرحمان یو لوبغاړي وسوځول.

اوس به افغان لوبډله د اماراتو له لوري د ۱۷۸ منډو د هدف لپاره بیټنګ کوي.

هدف ټیټ دی او تمه کېږي چې افغان لوبغاړي په ډېر توپیر دا مسابقه وګټي. ډېر توپیر به نړیوال جام ته د افغان لوبډلې له رسېدو سره مرسته وکړي.