د هند له پخواني کیپتانه ۴ کروړه وهل شوي

فضل الرحیم رحیمي – د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې له پخواني لوبډلمشر راهول ډراویډ څخه درغلګرو یا فراډیانو (۴) کروړه هندي روپۍ وهلي دي.

ډراویډ، چې یوې کمپنۍ ته د کاروبار کې او د ګټې لپاره شل کروړه هندي روپۍ ورکړې وې، اوس یوازې شپاړس کروړه ورته تسلیم کړي دی او د باقي پیسو درک نشته.

ډراویډ د وکرم انویسټمنټ په نوم په یوې کمپنۍ کې پانګونه  کړې وه چې اوس یې دې کمپنۍ ته د پیسو نه سپارلو په وجه عریضه وړاندې کړې ده.

د دغه سکیم او کمپنې (مشررگھویندرا سری ناتھ) له راهول څخه پرته له (۸۰۰) نورو کسانو څخه هم پیسې وهلي دي او اوسمهال د پولیسو له لورې نیول شوی دي.

د یادوني ده چې راهول اسمهال د هندوستان ۱۹ کلنې لوبډلې مشر روزنکي په صفت خپله دنده ترسره کوي چې څه موده وړاندې یې د هندوستان ۱۹ کلنۍ کرکټ لوبډلې لپاره نړیوال جام هم وګوټ.