که ای پي ایل لغوه شي، بهرنيو لوبغاړو ته ۲۵۰ کروړه هندۍ کالدارې زیان رسیږي

د آې پي ایل کرکټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه کرکټ لوبغاړي د پېسو په بدل کې اخېستل شوي دي، که سږ کال دغه لیګ د کرونا ویروس له امله لغوه شي، نو د افغانستان په ګډون یې نورو اړوندو هېوادونو ته کابو دوه نیم سوه کروړه هندي کلدارې مالي تاوان رسېږي.

که سږ کال د آې پي ایل سیالۍ لغوه شي؛ نو هر هغه هېواد ته یې مالي زیان رسېږي، چې لوبغاړي یې په دغو لوبو کې اخېستل شوي دي.

که د آې پي ایل کرکټ سیالۍ سږ کال ترسره نشي؛ نو افغان لوبغاړو ته یې ۱۴ کروړه مالي تاوان و ررسېږي.  راشدخان په ۹ کروړه، مجیب الرحمن په ۴ کروړه او محمدنبي په یو کروړ روپیو د حېدراباد او پنجاب کرکټ لوبډلو پېرلي دي.

اسټرالیا ته یې ۸۶ اعشاریه ۷۵ کروړه هندي کالدارې تاوان رسېږي.  د ویسټ انډیز لوبغاړي د شل اوریزو لوبو لپاره لکه د افغان لوبغاړو په څېر وړ او جوړ لوبغاړي دي، که لیګ ترسره نشي دې هېواد لوبغاړو ته یې ۵۷ کروړه هندي کلدارې زیان رسېږي.

انګلستان ته یې ۴۳ اعشاریه ۸۰ کروړه، سویلي افریقا ته یې ۳۴ اعشاریه ۶۰ کروړه، نیوزیلېنډ ته یې ۹ اعشاریه ۸ کروړه، سریلانکا ته یې ۲ اعشاریه ۷۰ کروړه او نېپال ته یې ۲۰ لکه هندي کالدارې تاوان ور رسېږي.