زمبابوې کرکټ بورډ لوی زیان وکړ؛ آی سي سي ترې بشپړ غړیتوب واخیست

خان وزیر عابد

 د کرکټ نړیوالې شورا د یوې تاره پرېکړې له مخې د زمبابوې کرکټ بورډ د هر ډول غړیتوب او له امتیازاتو څخه محروم کړل.

 د معلوماتو له مخې د زمبابوې کرکټ د سیاسي مداخلو د بودیجې د ناسم استعمال او په دندو د غیر مسلکي کسانو د ټاکلو په وجه له منځه ولاړ.

 د تازه معلوماتو له مخې په لندن کې د کرکټ نړیوالې شورا د یوې غونډې په ترڅ کې د زمبابوې کرکټ بورډ په تړا همدا وروستۍ پرېکړه اعلان کړه.

 له دې وړاندې د زمبابوې حکومت هم د زمبابوې کریکټ بورډ اداره لغوه او تړلې وه چې پکې د فساد او درغلۍ ادعاوې شوې وې. د زمبابوې د سپورټ ایجادي کمیسون چارواکو هم څه وخت وړاندې ویلي و چې دوی به د زمبابوې کرکټ بورډ ته د ( ای سي سي ) لخوا راتلوونکي پيسې، د هغوی د ناسمې کارونې او همداشان په بورډ کې دننه د درغلېو په اړه پلټنه وکړي.

 هغه وخت د زمبابوې کرکټ بورډ ځینې غړي چې په هغې کې اجرایوي ډایریکټر هم شامل وو، له دندو لیرې کړی شوي وو. د کرکټ نړیوالې شورا له دې پرېکړې وړاندې د زمبابوې حکومت هم یوه موقتي کمیټه جوړه کړې وه چې مشري یې د زمبابوې کریکټ بورډ پخواني غړي ډویډ اېلمن ته ورسپارل شوې او د کریکټ چارې به پرمخ وړي. زمبابوې چې د کریکټ نړیوالې شورا لخوا د کلونو راهیسې بشپړ غړیتوب درلوده ، اوس یادې شورا ترې بېرته واخیست او له هر ډول امتیازاتو یې محروم کړل.