د زمبابوې کریکټ بورډ د فساد او درغلۍ په تور لغوه شو

خان وزیر عابد

 د زمبابوې حکومت له هغې وروسته د زمبابوې کریکټ بورډ اداره لغوه او وتړله چې پکې د فساد او درغلۍ ادعاوې وشوې.

د زمبابوې سپورټ ایجادونکي کمیسون لخوا تیره اوونۍ زمبابوې کریکټ بورډ ته حکم شوی وو چې تر هغې د بورډ د مشرتابه لپاره انتخابات ترسره نکړي، تر څو چې په بورډ کې د فساد په اړه پلټنې نه وي ترسره شوي، خو بورډ له امر سرغړونه وکړه او وتړل شو.

د زمبابوې د سپورټ ایجادي کمیسون چارواکو ویلي، د دوی هدف همدا و چې زمبابوې کریکټ بورډ ته د ای سي سي لخوا راتلونکي پيسې، د هغوی د ناسمې کارونې او همداشان په بورډ کې دننه د درغلیو پلټنه وکړي.

د یاد کمیسون لخوا د بورډ ځینې غړي چې په هغې کې اجرایوي ډایریکټر هم شامل دی، له دندو لیرې کړل شوي دي.

د کمیسون لخوا یوه موقتي کمیټه هم جوړه شوي چې مشري یې د زمبابوې کریکټ بورډ پخواني غړي ډویډ اېلمن ته ورسپارل شوې او د کریکټ چارې به پرمخ وړي.

زمبابوې چې د کریکټ نړیوالې شورا لخوا بشپړ غړیتوب لري او د یادې شورا لخوا به په دې موضوعاتو راتلوونکي میاشت په عمومي ناسته کې پرې خبرې وشي.