بنګله دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن شل اوریزه سیالي کوي

سید ادریس ولیزاده

 د زمبابوی او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ، درې پنځوس اورېزې او دوه شل اورېزې لوبې د فبرورۍ میاشتې له ۲۲مې نیټې نه د مارچ میاشتې تر ۱۱مې نیټې پورې ترسره کېږي.

دغه سیالۍ به د بنګله دیش په کوربتوب ترسره شي.

 زمبابوې کرکټ ملي لوبډله تیره میاشت د سرېلانکا خلاف دوه ټیسټ لوبې وکړې او دواړه لوبې یې بایلودې.

زمبابوې او بنګله دېش د کرکټ نړېوالې شورا یا آی سي سي د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادنو څخه شمېرل کیږي.

په ورته وخت کې بیا د پاکستان کرکټ ملي لوبډله تازه د پاکستان له سفر نه بیرته کور ته تللې. بنګله دېش کرکټ بورډ له پرلپسې جنجال وروسته پاکستان ته خپل سفر وکړ، پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره یې سیالۍ ترسره کړې او د لوبلړ له پای ته رسېدو سره بیا خپل کور ته ستنه شوه.