زمبابوې نن د بنګله دیش خلاف سیالي کوي، زمبابوې ګواښ کړی چې بنګله دېش به تر خپل فشار لاندې وساتې

ولید ( خپلواک)

 د بنګله دېش په کوربتوب زیمبابوې لوبډله هڅه کوي چې کوربه بنګله دیش لوبډله له ماتو سره مخ کړې.

 د زیمبابوې مشر روزونکې لالچند راجپوټ، په یو خبرې کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: ((بنګله دېش یوه ښه لوبډله ده خو په وروستېو کې یې ډېرې ماتې وخوړلې او دا د کرکټ یو اړخ دی، کله چې لوبډله ډېرې ماتې خوري، نو بله لوبډله یې هم په اسانۍ سره بېټ کولای شي.))

یاده دې وي چې په دې وروستېو کې په بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله باندې د ماتو زیات فشار دی.

زمبابوې کرکټ مسوولین وايي:

(( مونږ به له خپل ګټونکي پلان څخه کار واخلو، تر څو پخپل کور کې بنګله دیش لوبډله له ماتې سره مخ کړو.))

 زیمبابوې لوبډله نن/شنبه/ د فبرورۍ په ۲۲مه خپله لومړۍ ټیسټ لوبه له بنګله دیش سره پېلوې. دا سیالي په ۸ بجو پېلیږي.

په دغه سفر کې یو ټیسټ، درې پنځوس اوریزې او دوه شل اوریزه لوبې شاملې دي.