پېښور زلمو کویټې ګلاډیټورز لوبډلې ته ماتې ورکړه
حضرت علي میاخېل
د پاکستان د سوپر لیګ سیالیو په لړ کې څلورمه لوبه، چې په کراچۍ ښار کې ترسره شوه پېښور زلمو لوبډلې په کې بریا خپله کړه.
دغه لوبه چې د کویټې ګلاډیټورز او پېښور زلمو تر منځ وه، پچه په کې پېښور زلمو لوبډلې وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه.
کویټې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې جوړې کړې او د ۱۴۹ منډو هدف یې پېښور زلمو لوبډلې ته کېښود.
د کویټې لپاره تر ټولو ډېرې منډې جیسن رای جوړې کړې، رای په ۵۷ توپونو (۷۳) منډې وکړې، ۶ یې څلوریزې او ۱ یې شپږيزه ووهله.
د پېښور لپاره بیا په توپ اچونه کې وهاب ریاض دوه، راحت علي، محمد امر خان، او ډارین سمي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
پېښور زلمو لوبډلو ټاکل شوی هدف په نوولسم اور کې پوره او په شپږو ویکټو او نهه توپونو یې کویټې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د پېښور زلمو لوبډلې لپاره کامران اکمل سلیزه ووهله او ۱۰۱ منډې یې په ۵۵ توپونو جوړې کړې. ۱۳ یې څلوریزې او ۴ یې شپږیزې ووهلې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.
د کویټې لپاره په توپ اچونه کې فواد احمد دوه، سهیل خان او ټایمل میلس یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
ددغې لوبې غوره لوبغاړی کامران اکمل ونومول شو، چې ( ۱۰۱) منډې یې جوړې کړې وې.
د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام همدا اوس د اسلام اباد یونایټیډ او ملتان سلطان لوبډلو تر منځ لوبه روانه ده.