د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې بنګله دېش نن چهارشنبه له زېمبابوې سره لوبه ترسره کوي.
ټاکل شوې دا لوبه د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځو بجو پیل شي.
بنګله دېش لوبډلې په دې لوب لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه له زمبابوې ګټلې، خو خپله دوهمه لوبه یې بیا افغانستان ته یې بایللې ده، د افغانستان له لوري د راشد خان برلاسې لوبډلمشرۍ او بریالي مدیریت وکولای شول چې د بنګله دېش په څېر پیاوړې لوبډله ماته کړه.
بل لور ته په دې درې اړخیز لوبلړ کې زمبابوې لوبډلې دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي.
په دې سیالیو کې هره لوبډله له بلې لوبډلې سره دوه لوبې ترسره کوي، چې افغان ملي کرکټ لوبډله به د راتلونکې جمعې په ورځ له زمبابوې سره مخ شي.
افغانستان له دې وړاندې په ځلونو له زمبابوې لوبډلې سره د کرکټ بېلابېلې سیالۍ ترسره کړي دي چې ډېرې یې افغان لوبډلې ګټلي دي.