سید ادریس ولي زاده
د افغانستان کرکټ په ډګر کې پیاوړی لوبغاړی بهیر شاه محبوب وړمه ورځ د سپین غر لوبډلې په ګټه د بند امیر خلاف په توپ وهنه کې د درېیو شپږېزو او اتو څلورېزو پر مټ په سلو توپونو ۱۰۴ منډې وکړې، چې په توپ اچونه کې یې په ۱،۲ اورونو، دوه منډې ورکړې او څلور ویکېټې یې واخیستې.

محبوب د ښه کارکردګۍ له کبله د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو. سپین غر د ۱۳۲ منډو په توپیر سره بندامیر لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې دا د سپین غر لپاره دوېیمه بریا او د بند امیر لپاره څلورمه ماته شوه.

۱۹ کلن بهیر شاه محبوب ټاپ ارډر توپ وهونکی دی، چې دافغانستان نولس کلنې لوبډلې، د کنړ ولایتي لوبډلې او د کنړ ۱۷ کلنې لوبډلې سره لوبیدلی دی. بهیر د غازي امان الله خان په روان جام کې تراوسه په درېیو لوبو کې دوه سلیزې وهلي دي.

بهیر شاه محبوب ځوان لوبغاړی دی، تل یې ښه کارکردګي کړې ده، استعدا او وړتیا یې روښانه ده او په خپلې بې سارې وړتیا سره به وکولای شي څو د حضرت الله ځاځي په څېر خپلو ټولو مینه والو ته ثابته کړي چې دی په ریښتیا هم په افغان کرکټ ملي لوبډله کې د دوهم کرېس ګېل ځای خپلولی شي.