په افغان کرکټ بورډ کې د شپږیزې لیګ د شپږم پړاو ډارفت مراسم ترسره شول

محراب ګل مخلص

تېر ماښام د افغانستان کرکټ بورډ کې د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږم پړاو لپاره د لوبغاړو د پېرلو یا ډرافټ مراسم ترسره شول چې پکې په پنځو بېلابېلو کټګوريو کې هرې لوبډلې ۱۶ لوبغاړي واخیستل، چې یو لوبغاړی یې له تېرې دورې له ځانه سره ساتلی و او همدارنګه یې دوه لوبغاړي هم په ایمرجنګ لوبغاړو کې پخپله خوښه غوره کړل چې په مجموع کې ۱۹ لوبغاړي کېږي. د یادولو وړ ده چې د شپږیزې لیګ لوبې به د شپږو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د روان ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۶مه پیل او د اکټوبر تر اوومې نېټې پورې به دوام ومومي. 

د سپین غر لوبډلې لپاره پکې لاندې پیاوړي لوبغاړي برخه لري.

لوبډلمشر شفیق الله شفق
نجیب تره کی
نجیب ځدران
شبیر نوري
کریم صادق
حمید حسن
ظاهر خان
وفا دار مومند
بهیر شاه محبوب
انعام الله افغان
اسحاق ځاځی
شمس الرحمن کړوخیل
شاهد کمال
عبدالواسع
ناصر طوطاخیل