نیوزیلنډ کرکټ بورډ: د ۱۳م پړاو آی پي ایل د ترسره کیدو غوښتنه مو له هند څخه نه ده کړې

ولید ( خپلواک )

 تیر ورځ ټایمز اف انډیا ویبپاڼي یو خبر خپور کړ چې نیوزیلنډ د انډین پريمیر لیګ د ترسره کیدو کوربتوب په خپله غاړه اخلي.

 د دې لیګ لپاره لومړی متحد عربي امارتو د کوربتوب غوښتنه وکړه، له هغې وروسته بیاد سریلانکا کرکټ بورډ رییس شمامي سیلوا د دې لیګ د کوربتوب غوښتنه وکړه او بیا تېره ورځ خبر خپور شو چې نیوزیلنډ کرکټ بورډ هم غواړې چې د هندوستان سوداګریز لیګ دې په نیوزیلنډ کې ترسره کړي، خو اوس په رسمي ډول د نیوزیلنډ د کرکټ بورډ ویاند ریچارډ بوک ویلي:

(( د هندي لیګ لپاره هیڅ ډول چمتوالی نلري، اونه یې په دې برخه کې کوم ګام پورته کړی چې دا لیګ دي په نیوزیلنډ کې ترسره شي.))

یاده دې وي چې هند کرکټ بورډ خبر ورکړی دی چې دا ځل به ۱۳م پړاو دننه په ممبيي کې او یا هم په متحد عربي اماراتو کې ترسره کړي.