پاکستان کرکټ بورډ: د اسیا جام لپاره متحد عربي امارت ټاکو

ولید ( خپلواک )

 د پاکستان کرکټ بورډ چې دا ځل د اسیا جام کوربتوب په خپله غاړه لري، د هند سره د سیاسي کړکیچ له مخې نشي کولای چې دغه جام په پاکستان کې ترسره کړي. مخکې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني او د بي سي سي آی کمېټې مشر سارو ګنګولي ویلي و چې د پاکستان پرځاې دی دا جام په متحد عربي اماراتو کې ترسره شي چې همداسي وشول، خو له هغه راوروسته پرون د پاکستان کرکټ بورډ رییس احسان ماني د سریلانکا د کرکټ بورډ د رییس شمامي سیلوا سره د ادلون بدلون غوښتنه کړې وه.

دا چې په ۲۰۲۲ م کال کې سریلانکا د اسیا جام کوربتوب په غاړه لري، نو پرېکړه داسې وشوه چې دا اسیا جام به په سریلانکا کې او راتلونکی اسیا جام به بیا په پاکستان کې ترسره شي، خو په دې وروستېو کې بیا په یو تازه راپور کې ویل شوې دي چې پاکستان کرکټ بورډ لا هم متحد عربي اماراتو ته په تمه دی چې د ۲۰۲۰ م کال اسیا جام کوربتوب په خپله غاړه واخلې.

خو لا تراوسه پورې عربي اماراتو په دې اړه هیڅ کوم ډول ډاډ پاکستان کرکټ بورډ ته نه دی ورکړې.