ګنګولي: د ۲۰۲۰ م کال اسیا جام نه ترسره کېږي

د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سورف ګنګولي د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې سږ کال د اسیا جام نه ترسره کېږي او د جمعې په ورځ به په رسمي ډول لغوه یا کېنسل اعلان شي.
ګنګولي چې د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې مشر دی ویلي، چې دی د اسیا کرکټ شورا له مسوولینو سره د انسټګرام له لارې غږېدلی او د اسیا جام د لغوه کېدل یې ورسره بحث کړي دي.
د بنګله دېش او پاکستان کرکټ بورډونه وایي، دوی د اسیا جام د لغوه کېدو په اړه تراوسه نه دي خبر.
تمه وه چې د اسیا شل اوریزجام د سپټمبر میاشت کې په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوی وای؛ خو دا جام به د جمعې په ورځ کېنسل شي.
لومړیو کې ویل کېدل چې پاکستان به د دغه جام کوربتوب کوي، خو د هندوستان ممانعت له پاکستان څخه د کوربتوب ویاړ واخیست او عربي متحده امارات ټاکل شوي وو.
بل پلو سریلانکا هم د کوربتوب لپاره یو انتخاب و؛ خو دا چې ټوله نړۍ کې د کرکټ لوبو جوړ شوی مهالوېش د کرونا ویروس له امله اغېزمن شو؛ نو د کرکټ نړیوال او اسیا جامونه تر لغوه کېدو ورسېدل.
تر دې دمه د اسیا جام ۱۴ پړاوونه ترسره شوي، چې ۷ ځلې یې اتلولي هندوستان ګټلې، پنځه ځلې سریلانکا او دوه ځلې یې اتلولي پاکستان ګټلې ده.
سږ کال یې پنځلسم پړاو یې د ګنګولي له قوله لغوه اعلان شوی.