افغان کرکټ بورډ د شپږیزه لیګ په اړه خپل وروستی دریځ روښانه کړ

ولید (خپلواک)

 د افغانستان شپږیزه لیګ په ۲۰۱۳ م کال کې د افغان کرکټ بورډ لخوا پرانیستل شوې و، د دې لیګ لومړی اتلولي سپین غر لوبډلې ترلاسه کړه.

 دا د افغانستان کرکټ بورډ نوې نوښت و چې په خورا ښه بڼه نندارې ته وړاندې شو. په یاد لیګ کې پنځه لوبډلې شاملې وې چې د یو نړیوال تلویزون څخه ننداره شوې.

دوهم فصل یې بیا په ۲۰۱۴ م کال کې ترسره شو چې بیا هم پکې پنځه لوبډلې شاملې وي داځل یې اتلولي میس عینک لوبډلې ترلاسه کړه. په دوهم فصل کې ګلبدین نایب د لیګ غوره لوبغاړی نورعلی ځدران بیا تر ټولوټاپ ترینه توپ وهونکی و، د توپ اچونی په برخه کې کې بیا سوکه توپ اچونکی روښان بارکزی بهترینه بالر ونومول شو.

له دې وروسته یې درېیم، څلورم، پنځم او شپږم پړاو هم په خورا ښه شکل سره ترسره شو چې ګڼ شمير بهرني لوبغاړي پکې ولیدل شو.

افغان کرکټ بورډ یو ځل بیا غواړي چې شپږیزه لیګ په راتلونکو میاشتو کې ترسره کړي، خو لا تراوسه پورې ورته روښانه نېټه نده ذکر شوې؛ ځکه افغان کرکټ ملي لوبډلې ته په مخ کې اسیا جام او نړیوال جام پروت دی چې لا تراوسه پورې دواړه جامونه د کرونا ویروس له امله د نامعلومې نېټې پورې ځنډول شوې دي.

په شپږیزه لیګ کې بیا امو نهګان، بندې امیر، بوسټ، کابل بازان، میس عینک،او سپین غر پړانګانو لوبډلې شاملې دي.

یاده دې وي چې لا تراوسه افغان کرکټ بورډ دغه لیګ ته مشخصه نېټه نه ده ذکر کړې، خو وروستې معلومات ښيي چې په نږدې وختونو کې به اووم پړاو شپږیزه لیګ ترسره شي.