د کرکټ مبصرین: که سږ شپږیزه کرکټ لیک ترسره شي، کرکټ بورډ ته وړ څېرې پېژندلی شي

ولید ( خپلواک )

 د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د اووم پړاو شپږیزه لیګ فصل به په اګسټ میاشت کې ترسره شي. د افغانستان شپږیزه لیګ په ۲۰۱۳ م کال کې د افغان کرکټ بورډ لخوا پرانیستل شوې و، چې اتلوالي یې د سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله. دوهم فصل یې بیا په ۲۰۱۴ م کال کې ترسره شو چې بیا هم پکې پنځه لوبډلې شاملې وي داځل یې اتلولي میس عینک لوبډلې ترلاسه کړه.

 په دوهم فصل کې ګلبدین نایب د لیګ غوره لوبغاړی نورعلی ځدران بیا ترټولو ټاپ ترینه توپ وهونکی او د توپ اچوونې په برخه کې بیا سوکه توپ اچوونکی روښان بارکزی بهترینه بالر ونومول شو.

له دې وروسته یې درېیم، څلورم، پنځم او شپږم پړاو هم په خورا شانداره شکل ترسره شو چې ګڼ شمير بهرني لوبغاړي پکې ولیدل شو.

دا چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د کرکټ، فوټبال، ولیبال، باکسینګ، او د کرکټ مهم لیګونه ځنډولي، نو افغانستان هم یو له هغه هیوادونو څخه و چې درې میاشتې پکې د ورزش هرډول سیالۍ بندي وي.

بل پلوافغانستان ته د نورو لوبو څخه مخکې د کرکټ د بیا پیل اجازه په رسمي ډول ورکړل شوه. افغانستان کرکټ بورډ ملي لوبغاړو ته یو میاشتنې تمریناتې کمپ برابر کړې و چې څو ورځي وړاندې پاې ته ورسید، که چیرته روان کال شبږیزه لیګ د اګسټ په میاشت کې ترسره شي، نو دا به د کرکټ مینوالو لپاره یوه ساعت تیري او له بله اړخه به نوې لوبغاړي ملي لوبډلې ته راستانه شي.