لنډ ورزشي خبرونه

محمود خان منندوی

د فوټبال نړۍ نوموتي لوبغاړي لیونل میسي د لالیګا د تاریخ لومړی لوبغاړی شو، چې یوه فصل کې یې  ۲۰ ګولونه ولګول او ۲۰ د ګول پاسونه یي وکړل.

میسي د نړۍ په کچه ګڼ شمېر مینه وال لري او دی شور جوړونکي لوبه هم کولای شی.

ډيلي میل ادعا وکړه، چې د چمپیونز لیګ څخه د منچسټر سیټي د محرومیت د نه بښل کېدو سربیره به بیا هم کیوین ډي بروین له دې کلبه جلا نه شي.

 ټلګراف: په ۲۰۱۷ کال کې د چیلسي سره د ټامي ابراهام د قرارداد د اهدافو تر حاصلیدو وروسته، د هغه قرارداد به د چیلسي سره یو بل کال هم وغځیږي او هغه به تر ۲۰۲۳ کال پورې د چیلسي سره پاتې وي.

 کالچو مرکاټو: د فیورنټینا کلب و یوونټوس ته اعلان کړه، چې یوازي د هیګواین د معاملې په صورت کې حاضر دی، تر څو فډریکو کيي زا پر دې کلب خرڅ کړي.

 ګارډین: منچسټر سیټي د والنسیا د ۲۰ کلن مرکزي لوبغاړي فران ټوریس د اخیستلو لپاره خبرې پیل کړي دي.

 ګاټزټا: اینټر میلان د ماټیاس وسینو قیمت ۳۰ میلیونه یورو اعلان کړ. ټاټنهام او والنسیا د دغه ۲۸ کلن مرکزي لوبغاړي غوښتونکي دي.